قزاقستان کې بیشیمبایف د رشوت او اختلاس په تور محکمې ته تللی

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۱۶مه) ویل شوي، چې د قزاقستان د اقتصاد پخوانی وزیر ښآغلی کاندیک بیشیمبایف نن ورځ د ۲۲ نورو کسانو سره د رشوت او اختلاس په تور محکمې ته حاضر شوی دی.
هغه د جنورۍ په میاشت کې د قزاقستان فساد پر ضد د مبارزې د ادارې له خوا نیول شوی و.
بل خوا ښاغلي  بیشیمبایف د اکټوبر په ۳۱ نېټه به ابتدائیه محکمه کې پر ده لګیدلي تورونه رد کړي دي.
د منځنۍ اسیا په دې جمهوریت کې ګڼ شمېر پخواني چارواکي د رشوت او اختلاس په تورونو تر تعقیب لاندې او ځینې یې د اوږدو کلونو په مخه په بند محکوم شوي دي.