په استرالیا کې ۲۳ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

په استرالیا کې یو موټر د ګړندي تګ له کبله په ټولګي ورننوتي دوه زده کوونکي یې وژلي او ۲۱ نور یې ټپیان کړي دي.
را پورونه وایي، چې په دغه پېښه کې د وژل شویو زده کوونکو عمر اته کاله ښودل شوی. ویل کېږي دغه سپورټي موټر چې چلونکې یې هم یوه ۵۲ کلنه مېرمن ده، د ګړندي تګ له کبله د ټولګي له لرګین دېوال سره لګېدلی او د ټولګي منځ ته ننوتی، چې یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
پولیس وایي د درېیو نورو زده کوونکو روغتیایي حالت هم نازک دی. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.