
ترکیې پر امریکایي وګړو وېزې بندې کړې وې، خو اوس غواړي دغه لړۍ بېرته پیل کړي.
په امریکا کې د ترکیې سفارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې غواړي په ورځني ډول کم شمېر امریکایانو ته د ویزو ورکول پيل کړي.
په خبر پاڼه کې راغلي امریکایان کولی شي په دغه هېواد کې د ترکیې سفارت او کنسلګریو ته ورشي او د ترکیې ویزې تر لاسه کړي.
د یادولو وړ ده کله چې په تېر اکتوبر میاشت کې امریکایي قنسول په انقره کې د ترکي پولیسو لخوا ونیول شو امریکا ترکي وګړو ته د ویزې ورکول ودرول، چې ترکیې هم په ورته اقدام لاس پورې کړ. د ترکیې دولت اعلان وکړ، چې دغه جنرال قنسول د ترکیې د دولت له مخالف رهبر فتح الله ګولن له ډلې سره اړیکه درلوده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې جان باس نور ورته د امریکا د سفیر په توګه اعتبار نه لري. امریکا هم د دوشنبې په ورځ ترکي وګړو ته د ویزې ورکول پیل کړي دي.