کرزی صاحب :وخت به راځي چي غاښ د زهرو به ښامار نه لري

سنځرخېل - ميرويس ميدان کابل
جمهوري رياست په يوه مطبوعاتې اعلاميه کې څرګنده کړې ده چې ۱۵ تنه يې د بېلابېلو جرمونو په تور تر محکمې وروسته اعدام کړي دي .
لومړی خو د اندېښنې وړ خبره داده چې پښتانه ډېر جرمونه ترسره کوې ، او که د پښتنې سيمو امنيې چارواکي ډېر فعاله دي يا په بل عبارت :
غيرپښتنو هيڅ کوم جرم  نه کوي او که يې امنيې چارواکې او مشران نه غواړي سيمې يې د يتيمانو ا و کونډيانو ډکي شي . يا يې وينه د پښتنو غوندې ارزانه  نه ده ؟
دا موضوع به د هيواد پياوړو ليکوالو او څېړونکو ته پريږدو چې په دقت سره يې وڅيړي او ولس ته په دې اړه معلومات وړاندي کړي .
ښاغلی کرزی !
يوه خبره په د اسنادو او شواهدو له مخې درته کوم هغه دا چې ستا په شا وخوا کسانو کي هغه چې  اونيزې غونډي ته راننوزي ته ورته ولاړېږې او غوړه مالۍ ورسره کوې او د ( جنرال صاحب دوستم خوش امديد) يا امير صاحب خوش امديد ) توري ورته کاروې ، هغوی زما د ملي او بين المللي اسلامي او افغاني ټولو قوانينو خلاف ۱۲۰۰۰  پوره دوولس زره معصوم او بېګنا پښتانه ځوانان يوازي په دې نوم په زندانونو  ، کانتينرونو او ليلې او شبرغان دښتو کي شهيدان کړه چې پښتانه وه .
ددې پېښو زيات شمېر عکسونه او ويډيوي اسناد همدلته په کابل او نورو سيمو کي سته .
نو ښاغلی کرزئ صاحب
راتلونکې محکمه به کله ترسره کيږي او راتلونکی ځل د کومو ۱۵  ستاسو له خوا جوړوسوو  مارشال ، لوی درستيز او نورو جنرالانو د اعدام وخت رارسيږي .
وروستۍ خبره دا ده چي که تاسو دا کار  ترسره نه کړئ ، نو ولس به ددې جرم په تور  يوه ورځ  تاسو د محکمې مېز ته راکشوي . او دا پوښتنه به درڅخه کوي چي ولي مو د مليونونو افغانانو د وينو تويونکيو ، کابل  د ورانوکيو او په يوه اوونۍ کي د ۱۲۰۰۰ پښتنو د بېګنا وژونکو  ته  ددې پر ځای چې ددوی د جرمونو او ګناهونو پوښتنه ورځنې وکړئ او سزا ورته واوروئ د ملي قهرمان ؟؟ مارشال ؟ يا لوی درستيز؟ القاب ورکړل ؟