سنځرخېل - کابل ۲۱ سپتمبر ۲۰۰۷
نه يوازي له کښته تر لوړو کچو چارواکي او ادارې زموږ له مورنۍ پښتو ژبي سره د مور او ميرې سلوک کوي ، بلکي دسيمو په لحاظ هم زموږ سره د مور او ميرې سلوک روان دئ .
پښتون ولس دا نه وايي چي په پارسي ژبه دي ليکل او چاپيدل او خپريدل نه کيږي ، بلکي د خپل روا حق غوښتنه داسي کوي چي څومره چي مو حق کيږي نو هغومره دي زموږ په ژبه هم ليکل ، ږغيدل ، چاپيدل او خپريدل وسي .
موږ دا نه وايو چي د غور او هرات تاريخي ابداتو چي زموږ د ټول لوی افغانستان د بچيانو هويت څرګندوي ، ساتني ته دي يې کابينه پاملرنه نه کوي بلکي زموږ ولس ، ليکوال لرغونپوهان خواخوږي شپه او ورځ نارې وهي چي د هلمند د بست کلا نړولو او له منځه وړلو ته پخپله دولتي چارواکو ملا تړلې ده ، ددې غم دي وخوړل سي ، مګر له بده مرغه له ماموره تر ريس جمهوره يوه هم زموږ پر سورنا غوږ ونه نيوه .
لويو بې شرمه دولتونو مو له ژبي او کلتور څخه نېولې دزرګونو کلونو تر تاريخ ورانولو پوري دښمنۍ ته ملا تړلې ده . نه مو تاريخي کلا ګاني په امن کي دي نه مو ښوونځی ، ښوونکی او زده کوونکی .
نه هغه ناوې او خورلڼه چي په کور کي ناستي دي له بمباريو په امن دي او نه هغه پلار او ورور چي خپل له نيکه ګانو ورپاته سوې لنګوټه يې تړلې ده .
په دغسي يوه تراجيدي او نه زغمونکي حالت کي د هر لوستي او نالوستي پښتانه مسوليت دی چي د خپلي مورنۍ ژبي ، خپل ښوونځی څخه نيولې بيا تر تاريخي ابداتو پوري د هر يوه ساتنه وکړي . هغه که په خبرو وي ، که په ليکلو او که په په دغو نه سي نو بيا مجبوري ده چي په ټوپک او دسر په بيه به له خپلوملي او کلتوري شتمنيو څخه دفاع کوو .
ټولو هغو بې رحمه چارواکو چي د پښتون قام په حق کي ظلم او خيانت کوي او زموږ حق په خپلو کي سره ويشي بايد دا هم څرګنده وي چي موږ په اول قدم کي پښتانه او بيا مسلمانان يو . ژر که وي وروسته انشاالله لومړئ به دغه پښتون ولس دا کږې خولې درته سيده کوي او بيا به خدای تعالی په دې او هغه دنيا ، زموږ د کونډو ، يتيمانو او مظلوم ولس د حقوقو پوښتنه درڅخه کوي او سزا به درکوي .
په افغانستان کې د غښتلي او عادل دولت دجوړيدو په هيله
عکسونه :دبست کلادويجاړولو زړۀ بوږنونکي صحنې
وروستي