ولسمشر ټرمپ د شمالي کوريا ګاونډ، سويلي کوريا ته ورسېد

روهي (درېنۍ/۱۶ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ او لومړۍ ميرمن ملانیا، اسيايي هېوادونو ته په خپل ۱۲ - ورځنۍ سفر کې له جاپان وروسته نن ورځ سويلي کوريا کې ښکته شول.
 
ټرمپ په داسې حال کې له سويلي کوريا لېدنه کوي، چې د جاپان په شمول امريکا او سويلي کوريا، د کوريا په ټاپوزمه کې پوځي تمرينونه ترسره کوي، چې د شمالي کوريا پر وړاندې د ځواک او واک څرکندولو په مانا ده.
 
له کلنو راهيسي د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ د اټومي وسلو په پراختيا او جوړولو ناندرۍ روانې دي، خو د ولسمشر ټرمپ د ماموريت په دوره کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اړېکې لاپسې خرابې شوې دي.
 

شمالي کوريا، د اټومي پروګرام د وړاندې تګ او غني کېدو پر سر، له ګاونډ هېوادنو سره هم سياسي اړېکې غوڅې کړې دي.
 

جاپان او سويلي کوريا ته د ولسمشر ټرمپ سفر به، د شمالي کوريا غبرګون له ځان سره ولري.