دونلډ ټرمپ د جاپان پاچا ته لاس ورکړ خو سر يې ورته  ټيټ نه کړ

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل سفر کې چې نن ورځ يې جاپان ته وکړ، د ياد هېواد له پاچا اکیوټیو او لومړۍ ميرمنې ماکیکو سره لېدنه وکړه.
 
ټرمپ د جاپانيانو له کلتوري او مذهبي دود سره په توپير کې، له دوی سره په لاسونو ستړي مشۍ وکړ، خو سر يې ورته ټيټ نه کړ.
 
د جاپانيانو د ستړي مشۍ، په ملا کې ټيټېدل او سر خوځول دي.
 
د امريکا متحدو ايالتونو پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹ زېږديز کال کې جاپان ته سفر وکړ، چې د ياد له پاچا سره يې د ستړي مشۍ په حال کې خپل سر ډېر ټيت کړ او په دې کړنې سره په کور دننه له سختو نېوکو سره مخ شو.
 
 
په بارک اوباما بله نېوکه دا وه چې، د جاپانيانو په کلتور کې د لاس له ورکولو سره يوځای ټېټدل نشته، خو اوباما ياد عمل تر سره کړ. هم د درناوي لپاره په ملا کې ټيټ شو او هم يې پاچا ته لاس ورکړی وو.
 
 
د پخواني ولسمشر بارک اوباما او اوسني ولسمشر ټرمپ ترمنځ دېر ټوپيرونه شتون لري، چې يو له هغوی يې د ټرمپ ځينې کړنې له غرور ډکې او د ستړي مشۍ په وخت کې د لاسونو سخت نېول او خوځول دي.