
روهي (دوه نۍ/۱۵ د لړم)، د سعودي عربستان د رسنيو د راپورنو پر بنسټ، له يمن سره پر پوله د سعودي عربستان يو هېلکوپټر د غورځېدو له امله د ياد هېواد د عسير ولايت د والي مرستيال شهزاده منصور بن مقرن او اته تنه نور لوپوړي دولتي چارواکي وژل شوي دي.
سعودي چارواکو تر اوسه د نورو اتو وژل شويو چارواکو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
سعودي عربستان له يمن سره پر خپله له حوثي قبايلو پر وړاندې جګړه کوي او همدا ډولو د يادو قبايلو پر وړاندې د جګړې نړيواله مشري په غاړه لري.
تېره ورځ د عربستان سعودي په پلازمينه رياض توغنديز بريد شوي چې چارواکي يې د شنډېدو خبره کوي. عربستان ياد بريد د يمن هڅه بللي چې د ايران په مرسته يې ترسره کړي.