ترکیه تشیال ته د سپوږمکۍ لیږلو تیاری نیسي

روهي (دوه نۍ/۱۵ د لړم)، د ترکیې دولت اعلان کړی دی چې تشیال ته د خپلې تولید شوې سپوږمکۍ د لیږلو تیاری نیسي.
 
یاده سپوږمکۍ چې (ترکسات ایې-۶) نومیږي په ۲۰۲۰ کال کې به فضا ته وتوغول شی.
 
د ترکیې رسمي خبري آژانس اناتولیا وایي چې نوموړې سپوږمکۍ به د ترکیې په ملي امکاناتو تیاره شي چې د ډیزاین مهمه برخه یې پای ته رسیدلې ده او د یو کال په موخه به په ازمایښتي ډول فعالیت وکړي.
 
سپوږمکۍ ۴۲۰۰کیلوګرامه وزن لري چې د اروپا او اسیا زیاتره برخې به تر پوښښ لاندې راولي.