ډونالد ټرمپ د اسیا سفر په ترڅ کې جاپان ته رسیدلی دی.. لاس انجلس او کوریا کې یې پرضد لاریون!

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۱۴مه) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اسیا ته د خپل لومړني سفر په پیل کې نن یکشنبه جاپان ته ورسېد.
د هغه الوتکه چې له هاوایي څخه روانه شوې وه، سهار وختي په توکیو کې د امریکا په هوايي اډه کې کښېناستې ده.
نوموړي هلته له امریکايي پوځیانو سره لیدلي دي.
بل خوا ټرمپ هغه ځای هم ولید چې د ۱۹۴۱ میلادي کال د ډیسمبر په اوومه جاپاني پوځ پرې حمله کړې وه.
ویل شوي، چې دا د لېرې ختیځ پينځو هېوادونو ته د ولسمشر ټرمپ د رسمي سفر یوه برخه ده.
تمه ده، چې ټرمپ به د جاپان له صدراعظم شینزو آبه سره د ګلف لوبه هم وکړي.
له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د اسیا د ۱۲ ورځني سفر په ترڅ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ګوري.
هغه نن سهار وختي د جاپان په توکیو کې د امریکا د هوايي ځواک اډې ته تر رسېدو مخکې زیاته کړې، چې له پوتین سره به وویني.
بل خوا ویل شوي، چې ټرمپ د شمالي کوریا په اړه له پوتین څخه مرسته غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې سلګونه کسانو د امریکا د کلفرونیا په لاس انجلس ښار کې د ټرمپ د سیاستونو پر ضد لاریون کړی.
 
د لاس انجلس ټایمز د را پور له مخې سلګونه کسان د دغه ښار کوڅو ته را وتلي او د ولسمشر ډونالډټرمپ پر ضد شعارونه ورکوي او د نوموړي وروستي سیاستونه یې غندلي دي.
دغه لاریون په داسې حال کې کېږي، چې څو ورځې وروسته د ډونالډ ټرمپ د ولسمشر کېدو یو کال پوره کېږي. ویل کېږي دوه لاریون کوونکي د پولیسو له لوري نیول شوي هم دي.
همدارنګه په جنوبي کوریا کې هم ګڼ شمېر خلکو دغه هېواد ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پر ضد لاریون کړی.
 
ټاکل شوې ده، چې د روانې مېلادي میاشتي په اوومه نېټه ډونالډ ټرمپ جنوبي کوریا ته سفر وکړي، خو له دې وړاندې ګڼ شمېر کسان د دغه هېواد په پلازمېنې سئول کې د امریکا سفارت مخې ته راټول شوي او د ټرمپ پر ضد شعارونه ورکوي.
 
لاریون کوونکي د (نه ټرمپ) او (نه جنګ) د شعارونو تختې په لاس ګرځوي او وایي چې کوریاګانې د جنګ غوښتونکې نه دي، بلکې دا ټرمپ او امریکا ده چې جنګ ته لمن وهي. خو د همدې لاریون څنډ ته یوه بله کوچنۍ ډله هم را وتلې، چې د ولسمشر ټرمپ پر پلوۍ یې نارې وهي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسیا پنځو هېوادونو ته خپل دولس ورځنی سفر پیل کړی او ټاکل شوې ده، چې د سه شنبې په ورځ به جنوبي کوریا ته ولاړ شي او ددغه هېواد له چارواکو سره به د شمالي کوریا د جنجالي اتومي پروګرام او له دغه پروګرام څخه د را ولاړو شوی تهدیدونو پر سر خبرې وکړي.