
لنډه كيسه
سلګۍ (ځلا)
كوچنۍ وم چې يوناڅاپه ،په كليواوكورونوكې اوازې خورې شوې چې طالبان راځي خوزه اوزماپه شان نورماشومان يې لاپه دې خبرونه پوهېدوچې حكومت به بدلون كوي اويونوى نظام به منځ ته راځي ،بس خپلې نانځكې ،كوركانكي اوبنګړي مات به موكول بس موږپخپله دوخت پاچاهان اوشاهان وو،نه يې دطالبانوپه غم كې وو اونه يې هم دكرزي ،خوپه كلي كې ټول خلك اومشران بياډېرماڼېجن ښكارېدل ،هغه پخوانۍ خبرې ،ناستې ،مجلسونه اوخوشحالي ګانې نه وي ،داسې ورځ راغله چې زموږدكورپه مخكې موټرودرېد،پلارتره اودكاكازامنومې كالي په موټركې واچول ،ترهغه وخته هم مالوبې كولې چې پلارمې راته په قهرشو ،ويې ويل ته دابېغمه وګوره راځه وركه شه چې ځو ، ماويل چېرته ځو،خوزه هم راروانه شوم ،مورمې ،كاكاناوې مې اوكاكادوى مې ټول په موټركې كېناستو،ما له مورڅخه وپوښتل ،چېرته ځوهغې وويل غلې شه اوډېرې خبرې مكوه زه هم غلې شوم اوله ختمي ګل سره مخچله شوم هغه زمادتره لوروه ،زه اوهغه همزولې وو، موټرزيات منزل وكړ،نورمې په يادندي چې كوم ځاى به وه خويو وخت غرمه وه چې موټر،يوه سيوري ته ديوه هوټل په خواكې ودريد،ټول ترې راكښته شولو ،مورمې ديګ بخار راواخست ،پلارمې دګرمولولپاره هوټل ته يووړ ،له ګرمولووروسته يې راوړ ډوډۍ موديوې ونې سيوري ته وخوړه،پلارمې ،تره او
ډېروردماسپښين لمونځ اداكړ اوبيا موټر حركت وكړ،لنډه داچې دريمه ورځ مازديګرټايم و چې يوځاى ته ورسېدو كاكاناوې مې مورته وويل دادى تورخم ته راورسېدو،خوزه اوختمي ګل لاپه دې نه پوهېدوچې تورخم كوم ځاى ،په تورخم كې له موټرڅخه كوز شوو،هلته كراچي وانان ګرځېدل پلاريوجوالي ته اشاره وكړه چې هغه يې هم په طرف په بېړه راغى له هغه سره څلورعربو والا كراچۍ وه چې ښايسته زيات شان پكې ځاېدل له هغه سره يې خبره وكړه كالي يې په كراچۍ كې واچول زه اوختمي ګل يې هم ورسره كېنوولواودوى له موږسره پياده روان شول ،دڅوځايه تلاشۍ څخه وروسته يې دموټروتمځاى ته يووړلوهلته بياپه موټركې كېناستواودڅوساعتومنزل وروسته له موټرڅخه كېوتو،هلته مې پلاريوه سوزكى موټرراونيوه اوټول پكې كېناستواويوه كمپ ته ولاړو،چې كبابيان يې ورته وايل ،هلته مېشت شوو،خوهغه ځاى داسې نه وه هلته يوه بله فضاوه هرڅه بدل بدل وو ، څه وخت وروسته مې پلاراوتره يوكوچنى كاروبارشروع كړ،ورو ،ورو موله همسايه ګانوسره راشه درشه پيل شوه ،له څه مودې تېرېدو وروسته مې پلار زه اوختمي ګل يوه ښوونځي ته بوتلوچې څوخېمې پكې ولاړې وې ،هغه له موږسره نژدې وه ،زه اودتره لوره به مې هروخت ورتلو،يووخت داسې راغى چې زه په درېيم ټولګي كې وم چې بېرته افغانستان ته دراتګ ګنګوسې پيل شوې اوپه ډېركم وخت كې راروان شوو،
كله چې په تورخم راواوښتونوبياهرڅه بدل شول،دلته بياهرڅه كاملاً په بله بڼه وه،اوس دافغانستان اوضاع بل ډول شوې وه بېرته خپل كورته ولاړو له كوره همسايه ګان ، زموږله راتګ څخه يوه ورځ دمخه وتي وو،كالي موځاى پرځاى كړل اوس نوماهم له مورسره دكورپه كارونوكې پوره ونډه اخسته ،له يوې مياشتې وروسته ،يوه ورځ مې پلار ناوخته كورته راغى مورمې ورته چاى تياركړ ، ستړى شوى وه هغه له ځانه سره اخبار راوړى وه هغه يې مطالعه كاوه ، ماچې دده په لاس كې اخباروليدنويوناڅاپه مې ذهن ته يوه خبره راغله ،نومې دپلارترخوانژدې كېناستم هغه سرپه اخبارټيټ كړى وه ماورته وويل :پلارجانه!!هغه وويل بلې ماورته ويل زه اوختمي ګل غواړوښوونځي ته ولاړې شو،ته موږسباته ښوونځي ته بيايې؟ پلارمې اخبارله مخ نه اخواته كړاوماته يې راوكتل په څوثانيوكې يې له سترګوڅخه اوښكولارې وكړې ،زه وارخطاشوم ويل مې خداى مكړه څه چل نوي شوى چې پلارمې يې په سبب دومره پرېشانه شوى دى،ورنږدې شوم ،ولې پلارجانه څه چل شوى دى چې دومره پرېشانه شوې ،زماپه خبره خفه شوې ولې زه نورمكتب ونه وايم اوكه بله څه خبره شوې ده هغه زه خپل زړه ته نږدې كړم ،په ټنډه يې ښكل كړم او ويې ويل نه لورجانې زه به له خيره تااوختمي ګل ته سرله سباڅخه يو استاد نيسم اوهغه به هره ورځ راځي اوتاسوته به په خپل كوركې درس وايي ،څه په كوركې !؟ ولې په ښوونځي كې موږغواړوله خپلو نوروهمزولوسره يوځاى په ښوونځي كې درس ووايو هغه يوځل بياسوړ اصوېلى وكړاوله سترګويې داوښكوويالې روانې شوې ،لورجانې! زموږپه هېوادكې اوس دنجونوپه مكتب ته تګ بنديز لګېدلى اوهېڅ ښځه اوياانجلۍ نشي كولاى له كوره بهرولاړه شي ،ما وخندل ،باورمې نه كاوه ويل مې چې پلاربه مې هسې زمادځورولولپاره داسې وايي ،هونورمې په زړه دتشويش اوفكرشيشكې راننوتې ،حوصله مې ختمه شوه ترې مې وپوښتل ،ښه نوچاپرې بنديزلګولى دى اودكوم قانون لمخې ؟پلارمې مخ راواړوه دادبنديزدابنديزپه افغانستان كې داوسني دولت لخوالګول شوى دى (دطالبانولخوا)!!
چې نه وركېږي ،نه زړه ېږي اوخلاصون نلري
خدايه پدې جامه سمبال كړې پښتانه مو واړه