د فساد په تور ۱۱ سعودي شهزادګان نیول شوي

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم۱۴مه) په راپورونو کې راغلي، چې په سعودي عربستان کې د فساد ضد مبارزې د جرګه ګۍ په غوښتنه ۱۱ شهزادګان، څلور د اوسني حکومت او په لسګونو پخواني وزیران نیول شوي دي.
ویل شوي، چې دا شهزادګان وروسته له هغې نیول شوي چې د شاهي حکم له مخې د ځوان ولیعد محمد بن سلمان په مشرۍ د فساد ضد جرګه ګۍ جوړه شوه.
هلته العربیه ټلوېزیون ویلی؛ دا تورن وګړي د محمد بن سلمان په امر نیول شوي دي.
بل خوا تراوسه د نیول شویو پېژندنه نه ده شوې او نه هم پر دوی لګېدلي تورونه روښان شوي دي.
په ورته وخت کې د سعودي دولتي خبري اژانس ویلي؛ د دغه هېواد پاچا سلمان د ملي ګارډ مشر شهزاده مطیب بن عبدالله او امیر البحر عبدالله بن سلطان بن محمد ال سلطان له دندو لرې کړي دي.
داپه داسې حال کې ده، چې شهزاده مطیب د پخواني پاچا عبدالله زوی او د هغه د کورنۍ وروستی غړی و چې تر ټولو لوړه څوکۍ یې درلوده.