
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۱۳مه) ویل شوي، چې د لبنان صدراعظم ښاغلي سعد حریري، په ناڅاپي توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.
د اسوشېتېډ پرېس خبري اژانس ویلي؛ په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوې، خو دې اقدام لبنان له بې باورۍ سره مخ کړی دی.
بل خوا له ریاض څخه په یوې ټلویزیوني وینا کې حریري د عربو په چارو کې د ایران د مداخلې له کبله پر ایران او په لبنان کې د دې هېواد پر نیابتي ملېشې حزب الله سخت انتقادونه کړي دي.
هغه ټیینګار کړی، چې له سیمې دې د ایران لاس لنډ کړای شي.
ښاغلی حریري په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د صدراعظم په توګه وټاکل شوی و.