یوه څارنواله غواړي، ترڅو په افغانستان کې جنایتونو  وڅیړي

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۱۳مه) د نړیوالې جنایي محکمې یوې څارنوالې تیره ورځ ویلي، چې دا به په افغانستان کې د جنګي جنایتونو تورونو په اړه د رسمي څیړنو پیلولو اجازې ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.
 
دا څارنواله فاتو بنسوده نومیږي؛ هغې په یوې بیانیه کې ویلي، چې داسې قانع کوونکی اساس موجود دی چې سړی باور پرې وکړي.
هغې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د جنګي او د بشریت پر ضد زیات جرمونه ترسره شوي دي.
 
هغې نه دي ویلي، چې په کومو ـ کومو اړخونو به دا څېړنې وکړي.
 
دغه څارنواله به د ۲۰۰۳ کال د مي میاشتې راهیسې د افغانستان په خاوره کې او د ۲۰۰۲ کال د جولای میاشتې راهیسې د نړۍ په نورو برخو کې پر هغو تورونو تمرکز وګړي چې د افغانستان له وضعیت سره تړاو لري.
 
که دغې څارنوالې ته اجازه ورکړل شي، نو هغه به د خپل دفتر کارونه افغانستان کې پرانیزي.
څارنوالې بنسوده تیر کال هم دا بیانه ورکړې وه.