اوس راسره سوله کوي؟؟؟

اوس راسره سوله کوې
راسره جوړه کوې
نو ستا به یاد وي که نه، ای ګوډاګیه ګوره
په نیمه شپه دې هیواد، راته لمبه لمبه کړ
بیا دې شمله د پلرو، په اور وریته وریته کړه
زه د نینو په شان چې، د نمرودیانو اورکې
سر تر پښو سوځیدم، د اور په سرو ګولیو، زه وریتیدم، پخیدم، رغړیدم
نو ستا به په یاد وي که نه، ای ګوډاګیه ګوره
زه یی په خپل درشل کې
د خپلې مور په غیږ کې، سپین ږیري پلار انګړ کې
هم د تورسري مخکښې، د تې ماشوم یې غیږ کښې
خو تا ددې ټولو مخ کې د خپل غیرت په پټکي
د سره غلیم په وینا په دوو لاسو تړلم
خو تا په مسته خندا.. ددې وحشیانو مخ کښې
د عیسویانو مخ کښې، زه دې لوڅولم نڅولم
نو ستا به یاد وي که نه، ای ګوډاګیه ګوره
خنجر په لاس یهودی، زما په ټټر را سپورو
خو زه په سر سرتور وم، په دواړو لوڅو پښو
ځوړند د ګور په لورې، کلا جنګي ته یې بوتلم، د مرګ کندې ته یې بوتلم
بیا یې په غټ کانټینر، ور وویشتم په ځیګر
بیا یې ناتار د ډزو، سرو بیزوګانو جوړ کړ
مله یې بې ننګه واړه، د ګواډاګیان ؤ ټوله
خو د نړی منصفان، دا نني داوران
چې رانه سوله غواړي ما سره جوړه غواړي، خو هلته یې هیڅ نه ویل
کړنګ به جامونو کول، ناستو په کړس کړس خندل
خو زه بې وسه ومه، زما وروستۍ سلګۍ‎ وي
زما ګناه د څه وه، زما خطا د څه وه
زه دا پوښتنه کوم، چه اوس په کومه خوله ته
را سره سوله کوي، راسره جوړه کوي
ستا به په یاد وي کنه؟ ای ګوډاګیه ګوره
خو نا څاپي سکروټو، یوه بریښنا جوړه کړه
د امیدونو فضا، بیرته رڼا جوړه کړه
بیا مې درپاتې وروڼو، مټي ورو نغښتلې
لوی دباروتو پیټي، یو څو قوي بمونه، په خپل ټټر تړلي
چې زما بدل به اخلي، دخپل ځیګر په بیه، یو سر په سل به اخلي
زما بدل به اخلي، په دې سربیره هر څه
د بشریت غوښتونکو، دانسانیت غوښتونکو
چې نور یې وس نه رسید، زما یې نوم بدل کړ
د ورځ په سپیني رڼا، کوي د دروغو وینا
په وازه خوله کو کاري، کړي د غوایي رمباړي
چې ماته بیا ګوته نیسي، نو سر بیا ښکته  نیسي
وایې: ای خلکو!..... ګورئی
دا دهشت ګرد لیونیان، دوی خپل وطن ورانوي!!!
ملی اردو مو وژني....!!، باغ  او ګلبڼ ورانوي
نو ستا به په یاد وي که نه؟ ای ګواډاګیه ګوره!
دا یهودیان چې کله، درته ډولونه وهي
ته یې یو مست لیونۍ، په نوم اشرف ګوډاګۍ
ستا په حیا او عزت، یهود رشخوندونه وهي
ننګ او حیا دې څه کړه؟؟؟
دې میلمنو سور مخو، چه خپل  جامونه ډک کړل
بیا تا د وطن جینکۍ، ورته بربنډې کړلې
ستا یې غاښونه واړه په لوی امبور ایستلې
تا به تنکې بچو ڼي، ښه سینګار کړي ښکلي
د بیزوګانو خولوته، وړاندې کول دې سپو ته
د سوغاتو په بڼه، د څو ډالو په سر
حیا دې خرڅه کړله، دا خپل کور او کلی، ځمکه او سماء خرڅه کړله
نو ستا به په یاد وي که نه؟ ای ګوډاګیه ګوره!
چې زما یې زور ولیدو، زما یې ورور ولیدو
زما د سنګر ملګرو، غوڅ ترې سرونه یووړل
بیا یې د غرو درو کې، په څو تیرو چړو کې
ترینه مری غوڅې کړي، ترینه مستۍ غوڅې کړي
نو ګوډاګیه ګوره...!!!
ستا شرابي باداران، نور ځنډیدلای نه شي، پاتي کیدلای نشي
زما د ټټر د ټکر وس یې ټانګو کې نشته
زما د سر بیه دومره، وس یې پیسو کې نه شته
نو ته به خبر ویې که نه؟؟
اخلم د وینو بدل، د خپل ایمان په مټو، د یو افغان په مټو
اوس یې ټټر وهلی، کفن په سر تړلۍ، هم می سوګند خوړلۍ
ای ګوډاګیه ګوره...!! ای مزدوګیه ګوره...!!
چې څو مې دواړه سترګې، درنه ایستلي نه وي
که رانه روغ خو لاړ شي...!!!
وروستی خبر می واوره...!!!
د سولې نوم وانخلې، زه پخلا کیږه مه نه، دروغې نوم وانخلې
په سپین ډګر به دواړه، جنګوو خپل سرونه
څو هغه غاښ دې مات کړم، چې بیوزلان داړوي، زمونږ افغانان ډاروي
په دې ایمان لرمه، مل چې سبحان لرمه
اوس بری ډیر را لنډ دی،سپرلۍ ډیر را لنډ دی
ملګرو چیغه کړیه..!!! یوه د تکبیر  په زوره
چې خپل بدل به اخلو،له ټول یهود هنودو، دا خپل منبر به اخلو
یوه د تکبیر چیغه کړی، چې لړزهار راشې، سپینې ماڼی ددوی کښې
د غزنیوال کلې کي، بیرته سهار راشي
په ځولونو بندیوان بیرته، رویبار راشي
د آریانا په ځمکه بیرته بهار راشي