په توره بحيره کې د ترکيي يوه بارړونکې کښتۍ ورکه شوې ده

روهي (څلورنۍ/۱۰ د لړم)، د روېټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د ترکيې يوه باروړنکې کښتۍ د لس کسه عملې په ګدون له رادار څخه ورکه شوې ده.
 
ترکيي چارواکو ياده پېښه تاېيده کړي او د پلټنې هڅې يې پیل کړي دي.
 
ياده کښتۍ د تورې بحيرې په اسيايي څنډه کې د ترکيې هېواد پولې سره نېږدي ورکه شوي، خو تر اوسه مالومه نه ده چې باروړنکې کښتۍ خپل مسير غلت کړی او که غرقه شوې ده.