چاه بهار بندر د ایران هیواد له سمندري بندرونو څخه یو ستر بندر دی، چې په دې وروستیو کلونو کې د هند هیواد له خوا ورغول شوو، ترڅو د هند هیواد له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د اوبو د لارې ونښلول شي.
چې څو ورځې وړاندې افغانستان ته د چاه بهار بندر د لارې د غنمو ډکې لارۍ داخلې شوې.
څرنګه چې دغه لاره د هند، ایران او افغانستان په ګډ تفاهم جوړه او پرانیستل شوه، نو د دغې لارې سره ښکیلو هیوادونو ته اقتصادي او هر اړخیزې ګټې رسیدلی شي.
ځکه چې ددې لارې څخه به افغانستان او ایران له هند سره د صادراتو او وارداتو کچه ډیره کړي او له افغانستان څخه به وچې میوې، غالۍ او ډیر نور... شیان هند ته صادریږي او له هند څخه به ټوکران او ډیر نور... څه واریدوي.
همداشان ایران هم غواړي چې خپلو نفتو ته د خرڅلاو بازار پیداکړي، چې نن سبا د هند او افغانستان هیوادونه یې ښه اخیستوونکي کیدای شي او دغه ټولې چارې به د چاه بهار بندر دلارې ترسره کیږي.
د چاه بهار بندر پرانیستل کیدل د افغان ولسونو یو خوب او خیال وو، چې نن سبا په حقیقت بدل شوو.
د افغانستان ولسونو به هر وخت له دولت څخه د چاه بهار بندر پشان لارې د جوړیدلو غوښتنې کولې، ځکه چې د ځینو ګاونډیو دوه مخي سیاست دوی ستړي کړي وه.
په تیرو کلونو کې به که له ګاونډيو هیوادونو سره سیاسي اړیکې خرابې شوي، ګاونډیو به سوداګریزې لارې بندولې، چې مستقیماً به یې دافغانستان په بازارونو اغیزې کولې او د اجناسو قیمتونه به ورځ تربلې لوړیدل، چې د ولسي خلکو ترڅنګ کاروباریان یې هم له ستونزو سره مخ کول.
لکه څه موده وړاندې چې د تورخم په ساحه کې د ډیورنډ پر کرښه د افغانستان او پاکستان دولتونو ترمنځ جګړه وشوه، چې ورسره تر ډیرې مودې د تورخم او سپین بولدګ تجارتي لارې بندې وي.
د اقتصادي پلوه د چاه بهار بندر د افغانانو د سوداګرۍ برخه کې د ستونزو حل یو ښه بدیل کیدای شي او د چاه بهار بندر پرانیستل کیدل د افغان ولس لپاره یو جنتي زیری ګڼلی شوو.
وروستي