
(روهي ـ ۱۱۳۹۶هـ ش، لړم ۱۰مه) د امریکا د پوځ استخباراتي چارواکو ویلي، چې سرتېري بوئی برګډال چې پنځه کاله له طالبانو سره زنداني و، د دې ډلې په اړه استخباراتو ته معلومات ورکړي دي.
استخباراتي څېړونکې امبر ډچ پرون سې شنبه په نارټ کارولینا ایالت کې د برګډال د محکمې استماعیه غونډې ته وویل، برګډال د طالبانو له بند څخه تر خوشې کېدو څو ورځې وروسته د جرمني په یوه روغتون کې د طالبانو په اړه له استخباراتي مأمورینو ته معلومات ورکړي دي.
بل خوا د برګډال د معلوماتو له مخې، د وسله والو د تاکتیکونو او په سیمه کې د برمته نیونې په باب معلومات ترلاسه شول چې اوس هم ترې د امریکا پوځ ګټه پورته کوي.
برګډال په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په پکتیکا ولایت کې له خپلې پوستې په خپل سر له وتلو وروسته د طالبانو لاسو ته ورغلی و او په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له ګوانتانامو زندان څخه د پنځو طالب مشرانو د خلاصون په بدل کې د طالبانو له بند نه خوشې شو.