
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۱۰مه) ترکيې او ایران هېوادونو پرون سې شنبه د سوريې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره، د سولې د خبرو په باب د روسيې وړاندیز تایید کړی.
ترکیې ویلې، چې د روانې نومبرمیاشتې په ۱۸ مه د روسيې په ساحلي ښار سوچي کې د سوريې د حکومتي استازو او د حکومت ضد وسله والو ترمنځ چې انقره يې ملاتړ کوي، د مخامخ خبرو ملاتړ کوي.
بل خوا په روسیه کې د سوريې د جګړې د پای ته رسولو په هدف جوړېدونکې غونډې ته امریکا او لوېدیځ هېوادونه نه دي بلل شوي.
ویل شوي، چې د سوريې د حکومت او اپوزسیون ۳۳ سازمانونو او ډلو ته يې چې د لومړي ځل لپاره کردان هم په کې شامل دي، د سوچي په خبرو اترو کې چې مسکو د سوريې د ملي ډیالوګ کنګره یاده کړې ده، د ګډون بلنه ورکړې ده.
روسیه د سوريې د بشار الاسد له حکومته ملاتړ کوي.