د ایران پر توغندیو د ۲ زره کیلومټره واټن محدودیت لګول شوی

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۱۰مه) د ایران هېواد دوه لوړ پوړي پوځي قوماندانان ویلي، چې د دې هېواد ستر مشر ایت الله علي خامنه يي، د دې هېواد د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو د ۲ زره کیلومټره واټن محدودیت لګولی دی. ویل شوي، چې دا لومړی ځل دی چې د ایران لوړ پوړي پوځي چارواکي د خامنه يي له خوا چې د ایران د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان هم دی، د توغندیو د ویشتل کېدونکي واټن د محدودیت یادونه کوي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان محمد علي جعفري وايي، چې موږ د دې واټن د زیاتولو وړتیا لرو، زموږ په باور دا واټن د ایران لپاره کافی دی، ځکه امریکايي ځواکونه او په سیمه کې د امریکا ګټې په همدې واټن کې دي.
بل خوا د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال محمد حسین باقري ویلي:
"د ایران د لرې واټن ویشتونکي توغندي د وسله والو ځواکونو د اعلی سر قوماندان خامنه يي په سپارښتنه تر ۲ زره کیلومټره واټن پورې محدود دي."
دې دواړو ایراني پوځي چارواکو له خبرو دا نه ده څرګنده چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي کله د دې هېواد پر باليسټیک توغندیو د واټن دا محدودیت لګولی دی.