په اوکراین کې د کورنیو چارو د وزیر زوی نیول شوی

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۱۰مه) له اوکراین هېواد څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي، چې د اداري فساد ضد څېړونکو د دې هېواد د کورنیو چارو د وزیر ارسین اواکوف زوی نیولی دی.
په دغه هېواد کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په اداره کې د سرچینو له قوله ویل شوي، اولکساندر اواکوف د سې شنبې په ورځ وروسته له هغې ونیول شو چې په ختیځ ښار خارکیف کې یې کور وپلټل شو.
بل خوا ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ارسین اواکوف هم منلې ده، چې پلټونکي یې د زوی کور ته ورغلي دي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت ویلي، دوی د فساد پر ضد د ملي ادارې دا اقدام د سیاسي انګېزو پر بنسټ ګڼي، نه په قانوني بنسټ.