چین خپل تر ټولو نری ټلویزیون نړی ته معرفي کړ

چین د نړی تر ټولو نری تلویزیون معرفي کړ چې د آیفون ۸ څخه هم نری ده، چین  په نړی کې په زیات تلویزیون جوړونکو هیوادونو کې شمیر کیږی
 
د جیو نیوز د ویبپاڼې په حواله ویل شوي چې نوموړی هیواد د نړۍ ۶۵ سلنه تلویزیون جوړولو کې نوم لري.
 
ددې تلویزیون پنډوالی ۳.۶۵ ملي متره ښودل شوی دی او د چین په بازارونو کې ۶۵ اینچه  تلویزیون بیعه ۴۷۰۰ پاونډه ښودل شوی
چې د همداشان ۷۷ اینچه تلویزیون بیعه بیا ۱۶ زره پاونډه ښودل شوی دې
 
دا په داسی حال کې ده چی شاوخوا ۲ کاله وړاندې د جنوبي کوریا یوې الیکترونیکي وسایلو د تولید شرکت داسي تلویزون نندارې ته وړاندې کړی و چې د کاغذ هومره نری وو او نژدې دوه کیلو وزن یې درلود
د هغه تلویزیون سکرین ۵۵ اینچه او پنډوالی یو ملي متر وو.