نیویارک کې د سپټمبر۱۱مې پېښې له څلي سره نېږدې برید کې شلو تنو ته مرګ ژوبله پېښه شوې

روهي (څلورنۍ/۱۰ د لړم)، د امریکا متحدو ایالاتو نیویارک ښار منهاټن کې د یوه برید له امله ۸ تنه وژل شوي دي او لږ تر لږه دوولس تنه ټپيان دي.
ویل کیږي چې برید د نړیوالو تجارتي مرکزونو د یاد ګار څلو سره نېږدې چې د سپټمبر ۱۱مې په پېښه کې له مینځه تللي تر سره شوی دی.
عیني شاهدان وایي چې لومړی یوه تن په موټر باندې خلک ووهل چې وروسته یې ډزې هم واوریدل شوې، پولیسو سیمه سخته کلابند کړې ده او لارې یې تړلي دي.
ځایي رسنیو ویلي دي چې په موټر کې دوه تنه سپاره وو چې یوه یې لومړي موټر له نورو موټرو سره ټکر کړی او بل تن یې پر خلکو ډزې کړي دي.
پوليسو نوموړی کس په ډزو ويشتلی چې سخت ټپي شوی او وروسته يې نېولی دی.
د راپورنو پر بنسټ نوموړی ۲۹ کلن دی چې سيف الله سفيوف نوميږي چې اصلا د ازبکستان هیواد اوسیدونکی دی او په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې امريکا ته تللی وو.
د پېښې مسوليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخېستی خو د پوليسو په وينا، د بريدګر له موټر څخه داسې نښې نښانې تر لاسه شوي چې ښيي دغه بريد ترهګریز دی او ښایي داعش ترهګرې ډلې تر سره کړی وي.
له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پېښې په اړه پر خپل ټویټر غبرګون ښودلی دی او ګواښ یې کړی دی چې داعش به کله هم ونه بښي.
په ملکي وګړو دا ډول پېښې لومړنۍ نه دي، له دې وړاندې هم د شپې کلبونو او هوټلونو کې دا ډول پېښې ترسره شوې دي.