
پوهنمل محمود نظری
هغه د پاچا سره نژدې والی غندي او په کنایه وایي دهغه سره او سپین څوک ځان ته کاږی مګر نژدی والي يي انسان سوځي هغه ناپوه حاکمان د اور سره تشبیه کوی چې اعتبار نه لري د هغه په روشنی بایدڅوک ختا نه وځي
از صحبت پادشه به پرهیز
چون پنبه خشک از آتش تیز
زان آتش اگرچه پر ز نورست
ایمن بود آن کسی که دورست
د پاچا د صحبت وکړه پرهیز
لکه وچه پنبه له اوره تیز
له هغه اوره که څه روښانه وي
ایمن هغه وي چې وي لیري
هغه په طنز سره ځان ملامتوی چې دا خبری څه ګټه لري څوک يي نه اورې، له ځانه سره وایي څه د بل غم کوې خپله خوشالی کوه ولي ځان په خطر کې اچوې
خاموش دلا ز هرزه گوئی
میخور جگری به تازهروئی
چون گل به رحیل کوس میزن
بر دست کشنده بوس میزن
نان خورد ز خون خویش میدار
سر نیست کلاه پیش میدار
آزار کشی کن و میازار
کازرده تو به که خلق بازار
چپ شه اې زړه د چټیاتو ویلو
وخت دی دخوږو سرو شرابو د څښلو
لکه ګل دسفر ډول مه وهه
د قاتل لاس مه مچوه
ډوډۍ خوري له خپله دستر خوانه
چې سرنه لري خولۍ مه ور کوه
ځور وګاله څوک مه ځوروه
ته ځوریدلی ښه نه خلق ازاره
په دې لاندې شعر کې د ځان د سکاسې لپاره د ارسال المثل په ډول وایي نیکی کوه سیند ته يي اچوه جزا يي درسیږي
نیکی بکن و به چه در انداز
کز چه به تو روی برکند باز
هر نیک و بدی که در نوائیست
در گنبد عالمش صدائیست
با کوه کسی که راز گوید
کوه آنچه شنید باز گوید
نیکی وکړه وا یې چوه څاه ته
مخ به يي شي له څا ه بیرته تاته
هر بد او ښه چې دي نیت وي
د دنیا په ګنبده کې یې ازنګه وي
دغره سره چی څوک راز وایی
غر هر څه چې واري هغه غبرګوی
بیا وايي
نه هر که زبان دراز دارد
زخم از تن خویش باز دارد
سوسن از سر زبان درازی
شد در سر تیغ و تیغ بازی
نه داچی هر څوک ژبه لري اوږده
ټپ له ځان لیری کولی شی خپله
سوسن د ژبي په اوږدیدو خپله
د تورې او نېزې پرسر شوه
شاعران او لیکوال کله کله د ځینو موخو یاد سیاسي وضع له کبله د انسان پر ځای دژویو له کړو څخه کار اخلي کیدای شي هغه د یو سمبول په ډول وکاروي لکه زمری د پاچا؛ ګېدړه د ریاکا او چالاک سړی؛ مار د مضر سړی ...
او بل داچې دځنګل قانون اله ګوله ده چې زور د هغه قانون دی د دې ځنګل په انځورسره چی په بل ډول يي امکان نشته خپلې موخې او نیوکې بیانوي او دا چې دژوی کړه په چا بد نه لګیږي ځان له خطره ژغوري چی هم خرما په لاس راځي او هم ثواب مګر پوهیدل يي بیا پوه غواړي
درېیم ډول يې« فابل» یاني د ژویو له خولې خبری کول دی چی کرکترونه یې حیواني او دیالوګ يي انساني وي ،چې هغه یو ټولنیز، اخلاقي او یا معنوی حقیقت بیانوی شاید ځينې یې افسانې هم وي
په دې برخه کې نظامی لور لاس لري د هغه په شعرو کې درې سره ډولونه لیدل کیږي چی ډیر يي نیوکې او پندونه لري چې دهغه شعروته يې طنزي وږم او خوند ورکړی دی
په دې لاندې شعر کې وايي چې غټ ګر ځي غټ به پرځي مګرپه بل بیت کې د مارغه مثال ورکوی چې که کښته والوځي ورته خطر دی
پروانه که نور شمعش افروخت
چون بزم نشین شمع شد سوخت
مرغی که نه اوج خویش گیرد
هنجار هلاک پیش گیرد
د پروانې چې شمع شي روښانه
چی يي ناسته شوه له شمع سره وسوه
هغه مارغه چي لوړ نه الوځي
لاره يي دمړینې ده نیولې
په دی لاندې شعر کې دمار مثال ورکوی وايي
ماری که نه راه خود بسیچد
از پیچش کار خود بپیچد
زاهد که کند سلاحپوشی
سیلی خورد از زیاده کوشی
روبه که زند تپانچه با شیر
دانی که به دست کیست شمشیر
مار ته چې خپله لاره مالومه نه وي
د خپل کاږه واږه تګه ورکیږي
زاهد چې په وسله چمتو وی
له زیات وژنی چپیړه خوري
ګیډر چی وهی په چپلاغه شیر
پوهیږئ چې د چا په لاس کی دی شمشیر
په دې لاندې شعر کې بیا د چنجي ، ګیډرې او ښرمښ په مثالونه سره خپله موخه بیانوي
بیرای مشوی که مرد بیرای
بیپای بود چو کرم بیپای
روباه ز گرگ بهره زان برد
کین رای بزرگ دارد آن خرد
بې سوچه نشي چې بې سوچه سړی
بې پښه وي لکه بې پښوچنجی
کیډر له ښرمښ هله ګټه اخلي
چی دا لوی سوچ لري هغه کوشنی
دلته بیا په حیوانی کرکترونو یو بل واقعیت په طنز سره بیانوي او وایی
کبکی به دهن گرفت موری
میکرد بر آن ضعیف زوری
زد قهقهه مور بیکرانی
کی کبک تو این چنین ندانی
شد کبک دری ز قهقهه سست
کاین پیشه من نه پیشه تست
چون قهقهه کرد کبک حالی
منقار زمور کرد خالی
هر قهقهه کاین چنین زند مرد
شک نه که شکوه ازو شود فرد
خنده که نه در مقام خویش است
در خورد هزار گریه بیش است
زرکې په موشکه وو میږی نیولی
زور یې کوی په خوارزڼي
کړس کړس خندل میږي
چې زرکه په خندا نه پو هیږي
زرکه شنه شوه له خندا
چې دا زما کاردی نه ستا
چی په کړس کړس وخندل زرکي
د خولی یې ولوید میږی دستي
که وخاندي سړی په کړس کړس
شک نشته چې له هغه وځوریږي کس
خندا چې په خپل ځای نه وي
تر شا زر ژړاوي لري
چون گرگ بره ز میش بربود
فریاد شبان کجا کند سود
چون سیل خراب کرد بنیاد
دیوار چه کاهگل چه پولاد
چې لیوه وری له میږې یوسي
د شپون نارې کله ګټه لري
چی سیل خراب کړ بنیاد
دیوال څه کاګلی وي څه د پولاد
نوربیا