
روهي (درې نۍ/۹ لړم)، تېره ورځ اسرائيلي ځواکونه پر غزې بمبار وکړ چې په پايله کې يې اووه کسان ووژل شول او نهه نور ټپيان شول.
په فلسطين کې د اسلامي جهاد غورځنګ مشر داود شيب له الجزيري سره په خبرو کې وويل، "مونږ به د شپې له خوا پرې عملياتو وکړو، اسرائيلو ته د بريد ځواب زمونږ دنده او مسوليت دی، په فلسطين کې د مقاومت کونکو ډلو مشروع حق دی چې دغه ډول بريدونو پر وړاندې ځواب ورکړي."
اسرائيلي چارواکو وايي چې د غزې سره پهوله يې په (خان يونس) کې هغه تونل بمبار کړی، چې له څه وخت راخيسې د دوی تر څار لاندې وو.
د غزې په هوا او اوبو باندې د اسرائيلو والکه ده او همدارنګه د غزې پر پوله دوه سرحدي نقطي د اسرائيلو او يوه د مصر تر کنټرول لاندې ده.
په دې ور ستيو کې اسرائيلي پوځ يو قانون منځ ته راوړ، چې که چېرې فلسطينی ماشوم په اسرائيلي ځواکونو د تېږو ګوزارونه وکړي نو د شل کاله بند سزا به ورکول کيږي.