
روهي (درې نۍ/۹ د لړم) امريکا متحده ايالاتو په د ۲۰۱۲ زېږديز کال کې پاکستان ته نهه چورلکې ورکړې وې، چې د ډيورنډ پر پوله يې د څار مسوليت درلود.
له نهه چورلکو يې، څلور ۱۵ ورځې وړاندې امريکا ته وسپارل شوې او پاتې پنځه نور هم پاکستان امريکا ته وسپارلې، چې نن وځ به په يوې بار وړنکي الوتکه کې امريکا ولېږدول شي.
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په نوې سټراټېژۍ کې پر پاکستان فشار دی ترڅو د ترهګرۍ پر وړاندې ريښتني مبارزه وکړي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن، پاکستان ته په خپل ورستي سفر کې، پاکستاني چارواکو ته د ۷۵ طالب مشرانو لېسټ سپارلي، خو پاکستان يې په اړه سوړ اقدام ښودلی.
له پاکستان وروسته رېکس ټېلرسن هند تللی او د سويلې اسيا لپاره يې، د امريکا په نوې سټراټېژۍ کې د هند رول مهم بللی، هلته هم په پاکستان نېوکې وشوې چې په ښکاره او پټه د ترهګرو سره ملاتړی دی.
پاکستان په داسې حال کې ورکړل شوې چورلکې امريکا ته سپاري، چې د امريکا او افغانستان اړېکې له هند سره مخ په پراخېدو دي.