
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم۷مه) د کاتالونیا په مرکز بارسلونا ښار کې نن یکشنبې سلګونه کسانو لاریون کړی دی.
ویل شوي، چې ښايي دا د هسپانیا د یووالي په پلوۍ لومړنۍ لویه مظاهره وي.
بل خوا دا لاریون دوه ورځې وروسته له هغه شوی، چې مادرید د کاتالونیا د سیمه ییز پارلمان د خپلواکۍ د اعلان پرېکړه رد کړه.
لاریون کوونکو شعارونه ورکول چې کاتالوینا زموږ د ټولو ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د اکټوبر په ۸ مه د هسپانیا په قلمرو کې هم د کاتالونیا د پاتې کېدو د پلویانو په ورته لاریون کې، سلګونه زره کسانو ګډون کړی و.