
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم۶مه) د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزیر جیمز ماټېس ویلي، چې هېواد به یې هېڅکله د اټومي وسلو لرونکې شمالي کوریا ونه شي زغملی.
هغه دغه څرګندونې د جنوبي کوریا په پلازمېنه (سيول) کې له ځايي چارواکو سره په لیدنه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، د شمالي کوریا توغنديز او اټومي پروګرام د دغه هېواد د امنیت په ګټه نه، بلکې یو ګواښ دی.
د امریکا دفاع وزیر دا خبره هم کړې چې هېواد یې له ډیپلوماټیکو لارو د شمالي کوریا د کړکېچ پای غواړي، خو که شمالي کوریا پر امریکا او ملګرو یې د اټومي ګوزار هڅه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دا وروستیو کې ویلي، هېواد کولی شي شمالي کوریا په بشپړ ډول له منځه یوسي.