د بلوچستان ایالت د پښين په ولسوالۍ کې يو کمپ چې د نیو سرانان په نامه سره يادېږي، شتون لري.
دا کمپ د چمن او کويټه پر لویه لار پروت دی، چې څه د پاسه ديرش کاله وړاندې جوړ شوی دی.
د دې کمپ د نفوسو شمېر په ۲۰۱۰ ميلادې کال کې د یو این ایچ سي ار د سروې لخوا ۴۰ زرو تنو ته رسیدلی وو.
په دې کمپ کې پينځه ښوونځي او دوې لیسې شتون لري.
په نوموړو لیسو کې یوه لیسه د انجونو ده او بله لیسه د هلکانو ده چې دغه د هلکانو لیسه د ابومسلیم خراسانې عالې لیسې په نوم سره یادېږي.
نوموړې لیسه څه د پاسه ۱۵۰۰ زده کوونکې ، ۴۲ ښوونکي او یو مدیر لري.
دغه لیسه د دې کمپ سره یو ځای تاسیس شوي ده.
د دې لیسې څخه لومړي زده کوونکي په ۲۰۰۵ میلادې کال کې فارغه شول. له دې لیسې څخه د ټولو فارغېنو شمېر ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې رسيږي.
له نوموړي لیسې څخه هر کال په لسګونه زده کوونکې فارغيږي.
په فارغېنو کې زياتره زده کوونکې په خپل هېواد کې په مختلیفو پوهنځیو لکه طب، انجینرئ، اقتصاد،حقوق، جورنالیزم، ادبیات او کمپیوټر سائنس پوهنځیو کې محصلېن دې او یا هم له یادو پوهنځیو څخه فارغ شوي دي، چې د هېواد په مختليفو ښارونو او ولايتونو کې دندې اجراء
کوي.
خو د ۲۰۱۵ میلادې کال څخه بیا تر اوسه د دغې لیسې هيڅ یو زده کوونکې د کانکور ازموینې ته امتحان نه دی ورکړی .
ځکه چې د ۲۰۱۵ میلادې کال د شروع سره سم د نوي مدېر راتلل و دغې لیسې ته ډېر زيان اړولی او لا جریان لري.
دنوی مدېر، د عقل، ذهنیت، انسانیت، او له انسانې شرافت څخه خلاص دی.
مطالعه، تجربه او هیڅ علمې پوهه نه لري، دومره وړتیا نه لرې چې یو زده کوونکی وه تعلیم ته تشویق کړې .
په ادارې کارونو کې هیڅ بلدتیا او مهارت نه لري، صرف نوم ېې د مدیر دی او بس.
روژه چې د اسلام له پينځو بناوو څخه يوه فرضې بناء ده او په هر بالغ مسلمان باندې ېې نیول فرض دي له دي څخه هم خلاص دی يعنې نه یې نیسې هر هغه مسلمان چې مریض وي د روژې د نېولو توان نه لري او روژه خوړل ورته جایز وي نو دغه شخص به روژه په پټه خورې چې تر څوبل شخص چې روژه يې وي د هغه په مخ کې به يې نه خورې، خو ښاغلی مدېر د هر کال روژې داسې خورې لکه چې پرې فرض نه وي په خوړلو ېې فخر کوي، په مبارکه مياشت کې یوه د اوبو ډبکه ور سره وي چې هر ټولګې ته ورځي یوارې اوبه څښې، د نوموړې زيات عمر د کراچي په ښار کې د ټپال (کاغذان) ټولولو او د نشیه یانو، پوډریانو، روهینیانو او ډاکوګانو سره یې زیات وخت تېر شوی دی، نو ځکه له علمې پوهې څخه خلاص دی. د انسانیت، اسلاميت او افغانیت په قانون هیڅ خبر نه دی او زده کوونکو ته پوچ او رد وايې هره ورځ دده او د زده کوونکو سره لانجه وي او زده کوونکي ورته د اعصابي څټک په نامه هم وايې ځکه چې دماغ يې اوټ دی. د زده کوونکو پلارونه ېې وه دې ته اړ کړې وي، چې د لرګې سره د لیسې د ګيټ په خوله کې ولاړ وي.
وروسته بیا له لانجې نه بخښنه غواړې واېې دماغ مې کار نه کوي، زما څخه ګېله مه کوی. په مياشت کې درې یا څلور ځله داسې لانجې رامینځ ته کیږي، چې هیڅ د زغمولو نه دي،
پر لاره سم تلای هم نه شي رېږدي ته به وايې چې سل کلن سپین ږيری دی .
د هر امتحان په رارسېدلو سره نوموړی مدېر د هر مضمون د ازموېنې پارچه وه خپل زوی او يا هم د دغې لیسې چوکیدار ته ورکوي او بیا یه هغه پر زده کوونکو پلورې.
له دغې لیسې څخه پوهه، هوښیار، با احساسه، تکړه، تجربه لرونکې او قابله ښوونکي تللي دي نو ځکه خلک ورته لیسه نه د بیزنیس مارکیټ وايې.
د تعلیمې کال له شروع څخه بیا تر ختميدو پورې زده کوونکو ته په ټوله تعلېمې کال کې د هر مضمون د ۳۰ څخه تر ۵۰ مخه پورې سبق ویل کیږي او ځېنې داسې کتابونه هم شته چې ښوونکې هیڅ توجو نه ده ورته کړي، ښوونکې یې بې تجربې دي، د تعلیم په برخه کې هیڅ تجربه نه لري لنډه دا چې د دې وړتیا نه لرې چې د لیسې وه زده کوونکو ته تدریس ورکړي او ښوونکو د ځان د خلاصون لپاره یوه اسانه لار موندلې چې وه هر زده کوونکې ته په ازموېنه کې بغیر د پارچيو کتل پوره نومرې ورکوي.
په دغو زده کوونکو کې داسې زده کوونکې هم شته چې یو امتحان او بل امتحان راځي او دا د دې لیسې د مدیر په وجهه ولې چې دی ترې پیسې اخلې او بیا د ازموېنې په صحنه کې کښېنول کیږي.
هغه زده کوونکې چې د دوولسم ټولګي څخه فارغه کيږي د هغو شمېر له ۳۰ څخه تر ۴۵تنو پورې رسیږي خو نوموړی مدير د پیسو په بدل کې هغو کسانو ته چې ښوونځۍ يې لېدلې لا نه وي شهادتنامې ورته جوړوي او د ېوې شهادتنامې د جوړولو په بدله کې ترې ۵۰ زره پاکستانۍ کالدارې اخلې او د زده کوونکو تعداد يې تر ۶۰ پورې رسیږې . د دغه درو کلونو راهیسي هغه زده کوونکی چې له دوولسم ټولګئ څخه فارغه کيږي او شهادت نامه تر لاسه کوي که څه هم په خپل ټولګي کې اخير نمبر وي فیصدي يې په علی درجه کې وي.
وروستي