زوکړه: د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو اوسنی وزير ريکس وين ټېلرسن د هالېوډ د نامتو لوبغاړي (پټې سو) زوی دی، چې په کال ۱۹۵۲ زېږديز کال کې، د مارچ په ۲۳ مه نېټه د امريکا متحده ايالاتو په ویچیت فالس، ټیکساس ايالات کې زېږېدلی دی. رېکس ټېلرسن په څلورلس کلنۍ کې په بسونو کې د خدمتګار په توګه کار پيل کړ.
زده کړې: نوموړي په ۱۹۷۰ کې د ښوونځۍ دورې زده کړې د هانتنسويل په عالي لېسه کې تر سره کړې دي او په ۱۹۷۵ کې يې، د ټېکساس له پوهنتون څخه د سېول انجيرۍ سند تر لاسه کړ.
دندې: ټېلرسن له ۱۹۷۵ څخه بيا تر ۲۰۱۷ کال پورې له Exxon Company او همدارنګه يې ExxonMobil سره په بېلا بېلو دندو باندې کار کړی. د رېکس ټېلرسن په شتون کې ExxonMobil د نړۍ د تېلو له بډايه هېوادونو لکه سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، قطر او منځني ختيځ له هېوادونو سره په ګډه کار وکړ او يو شمېر تړونونه يې منځ ته راوړل.
په ۲۰۰۹ کې ښاغلي ټېلرسن د امريکا متحده ايالاتو او عراق حکومت ترمنځ د طعبي ګاز يوه پروژه د ۳۱ مېليارده امريکايي ډالرو په ارزښت ونېوله.
له روسيې سره اړېکې: رېکس ټېلرسن د خپلې سوداګرۍ له وخته له روسيې سره ښې اړېکې درلودې. د روسيې له اوسني ولسمشر والدمېر پوتين سره د ټېلرسن اړېکې له هغه وخت پيل شوې، چې رېکس ټېلرسن په روسيه کې د Exxon فعاليت پيل کړ، او د بل هر امريکايي په پرتله، د ټېلرسن وخت له پوتين سره ډېر له اغېز او ښو اړيکو څخه وو.
له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره اړېکې: دا چې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نړۍ يو له برياليو او غښتلو سوداګرو څخه دی، نو د ده او رېکس ټېلرسن ترمنځ اړېکې له پخوا شتون درلود.
د لومړي ځل لپاره په نه رسمي ډول ټرمپ د خپل ټاکنيزو منډو په وخت کې د رېکس ټېلرسن په اړه ويلي وو، چې نوموړی به د ټرمپ په کبېنه کې د امريکا راتلونکی د بهرنيو چارو وزير وي. خو د روان کال د جنوري په ۲۰ نېټه ولسمشر ډونلډ ټرمپ، په رسمي ډول رېکس ټېلرسن د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت لپاره نوماند اعلان کړ.
د امريکا سناء جرګې له ۵۶ رايو څخه د ۴۳ مواقفو رايو په ورکولو سره رېکس ټېلرسن د ۲۰۱۷ کال د فېبرورۍ په په لومړۍ نېټه د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکو.
په نړيواله کچه د امريکا لوبول:
۱- امريکا او ترکيه: د روان کال د مارچ په دېرشمه، ټېلرسن د ترکيې له ولسمشر اردوغان سره د په سوريې کې د امريکا د رول په اړه لېدنه تر سره کړه، اردغان د امريکا متحده ايالاتو ملاتړ د سوريې له کردانو څخه تر نېوکې لاندې راوست، همدارنګه د ټېلرسن د ماموريت په دوره کې د ترکيې او امريکا اړېکې ترېنګلي شوې او د يو - بل اوسېدونکو ته يې د ويزې په ورکړې بندېرونه ولګول.
۲- امريکا او روسيه: د اپريل په مياشت کې رېکس ټېلرسن روسيې ته سفر وکړ. د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزير او ولسمشر پوتين سره يې لېدنه وکړه، نوموړي د روسيې او امريکا ترمنځ پخوانۍ اړېکې خرابې يادې کړې او د ښه والې لپاره يې د هڅو ژمنه وکړه، رېکس ټېلرسن روسيې ته ګواښ وکړ چې په منځني ختيځ او په ځانګړې ډول په سوريه کې د روسيې لاسوهنه زياته او غېرې ضروري ده.
۳- امريکا او شمالي کوريا: د رېکس ټېلرسن د ماموريت په دوره کې د امريکا او شمالي کوريا اړېکې تر بل هر وخت ډېرې خرابې شوې. شمالي کوريا څو ځلې خپلې اټومي ازموينې وکړې او له سويلې کوريا سره په همغږۍ، امريکا هم د کوريا په ټاپوزمه پوځي تمرينونه تر سره کړل، چې شمالي کوريا ته يې د جګړې ګواښ په کې ښکاره کولو. د ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ اون ترمنځ په ټولنزو رسنيو کې، يو - بل ته ګواښونه وشول او د جګړې د کرښې ته د نېږدې کېدو تر کچې خبره ورسېده.
۴- امريکا او اسرائيل: د اسرائيلو په ملاتړ دواړو هېوادونو د ملګرو ملتونو له ښوونيز او فرهنګي سازمان يا يونسکو سره پرېکون اعلان کړ. امريکا د يونسکو سازمان تورن کړ چې له اسرائيلو سره د تعصب ډک چلند کوي.
۵- امريکا او سعودي عربستان: رېکس ټېلرسن په خپل سفر کې سعودي عربستان تورن کړ، چې ياد هېواد په لوی لاس نه غواړي چې له قطر سره د خليج ډېپلوماټېکه ستونزه حل کړي. نوموړي وويل چې څو ځله مې د سعودي له چارواکو څخه د مخامخ خبرو غوښتنه کړې، خو دوی په دې اړه لېوالتيا نه ښيي.
۶- امريکا او پاکستان: د سويلې اسيا لپاره د امريکا متحده ايالاتو په نوې سټراټېژۍ کې په پاکستان فشارونه زيات شوې ترڅو د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه ريښتنی پاتې شې او د پاکستان دننه د ترورېزم ځالې له منځه يوسي. پاکستان ته په خپل ورستي سفر کې رېکس ټېلرسن دغه هېواد په ښکاره ډول د ترورېزم په ملاتړ تورن کړ.
۷- امريکا او هندوستان: رېکس ټېلرسن هندوستان ته په خپل سفر کې، له امريکا سره د ياد هېواد رول وستايو او د سويلي اسيا لپاره د امريکا په نوې سټراټېژۍ کې يې، هند يو مهم هېواد ياد کړ. نوموړي په هند کې په پاکستان تور پورې کړ، چې ياد هېواد په ښکاره او پټه د ترهګرۍ ملاتړ کوي. پر پاکستان د فشارونو له زېاتېدو سره هند غواړي، چې په سيميزه کچه خپل رول غښتلی او د پام وړ کړي.
۸- امريکا او افغانستان: کله چې رېکس ټېلرسن د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو، نو د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون لاسليک شو.
د امريکا په بهرنۍ پالېسۍ کې د افغانستان لپاره نوې سټراټېژي جوړه شوه، چې امله يې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د شمېر زياتېدل او د ترورېزم تر ماتې پورې يې د يادو ځواکونو د پاتې کېدل پرېکړې وشوې.
رېکس ټېلرسن طالبانو ته ګواښ وکړ، چې امريکا به تر هغه له افغانستان ځواکونه ونه باسې، چې ترڅو يې د طالبانو په مفکوره يې بدلون نه وي راوستلی او له يادې ډلې يې غوښتنه وکړه چې د خبرو اترو له له لارې کولی شي چې په واک کې شامل شي.
وروستي