چين د پاکستان سره په پولو کې د ترهګرو له شتون څخه اندېښنه ښودلې

روهي (جمعه/۵ د لړم)، په کابل کې د چين سفير ويلي، چې ترورېزم د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی، او چين هم د پاکستان سره په پولو کې د ترهګرۍ له شتون څخه اندېښنه لري.
 
په کابل کې د چين سفير يايو جينګ له طلوع نوز سره په خبرو کې ويلي، "مونږ له ترورېزم څخه د نړۍ په هره برخه کې په اندېښنه کې يو، خو د پاکستان سره په پوله کې ترورېزم د چين لپاره لوی ګواښ دی."
 

نوموړي همدارنګه وويل، چې ترورېزم د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره تهديد دی او همدارنګه چين د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
 
چين په داسې وخت کې د پاکستان له لورې د ترورېزم څخه اندېښنه ښودلې، چې په نړيواله کچه پاکستان تر فشارونو لاندې دی او دا تور پرې پورې دی چې پاکستان په پټ ډول د ترهګرو ملاتړی دی او ترهګر هلته پټې ځالې لري.