د جنګ، جګړو په یوه لسیزه کې د ګل افغانستان هر څانګه پرې شوه، د زخمي سینې پرهرونه یې وچ نه شول، د غلیم د جبر او استبداد له چیغو خلاص نه شو.اوښکې یې تویې کړې، د خندا وختونه یې یاد ته رانغلل، د بې وسو اوښکو سلسله یې د ژاړه او چیغو په هنګامو کې ښه په خوند نڅاوې وکړې.
بربریت پرې هجوم ور وړ، تباهۍ پرې زړه سوی ونه کړ، یرغلیزې پیښې پکې شنډې نه شوې، د ویاړلو کارنامو ټولګه پرچې ـ پرچې شوه، د خوند او رنګ په جنتي ځمکه کې یې نسل وژونکی خبرې وزیږیدې.
د وختونو په ترخه سمبول یې پایلې د تاریخ مخونه په سرو وینو ولړل. خوږې خبرې یې ستوني کې وچې شوې، د شور او زور افسانو پکې زور واخېست، مړاوو خوبونو د تعبیر ناوړه جامې پر تن کړې. ماتو هیلو د سینګار شویو جامو په ځان کې بدرنګي او کرکه وکرله، درد خپل ټول زور ازمایښت کړ.
مینې له ټولو سره خدای په آماني وکړه. بې باوري رامنځته شوه، سکون ختم شو، د خلکو ذهني جوړښت ویجاړ او ړنګ کپر شو.
میندې وژړېدې، اوښکې یې توی کړې، د خپلو زامنو خواږه یادونه یې هېر نه شول، د خندا کمال او چل دارک ترې ورک شو.
پرموږ څه ونشول!!؟ کومه ناروا ونشوه!؟ ولې ؟ که خاوره مو ارزښت لري، که وطن مو تاریخي او جغرافیوي ارزښت لرونکی وي، که دلته کانونه او سیندونه وي، که دلته غرونه او ګلونه وي، که دلته خوښي او خوندونه وي. بیا نو زموږ تېروتنه ده، ددې تېروتنې جبران بیا کله کیدای شي چې اوبه په ورخ تېرې شي. د روانو ترخو حالتو په امتداد به نورې هیلې هم وسوزي، ولسونه به د اور او جنګ خشاک شي. وجودونه به ایره ـ ایره شي، د تږو افغانانو تندې به خړوبې نه شي.
نو راځئ ! له مشره تر کشره، له ولسمشره تر ولس کشره له بوډا نه تر ماشومه ټول د هېواد د جوړښت لپاره، هڅې ګړندی کړو. زړه پرې وسوزوو، کار وکړو، ایله به د خوښیو شمار وکړو.
اې!
بل ته د رغون هیله مه لره، بل ته د رنګینو شیبو پیل ته مه په تمه کېږه، بل ته د منت او زارۍ لاسونه مه نیسه، پخپله په خپل قوت او همت را پورته شه! سترګې وغړوه، د وجود هر حصه له خوبه را پاڅوه. بیا به پوه شې چې زه په کوم مکان او زمان کې یم، ماضي مې څنګه و؟ حال مې څنګه راوان دی ؟ او مستقبل ته مې ارزوګانې څه دي؟
د یو سوکاله افغانستان په هیله!
وروستي