
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ښ، لړم۵مه) د افغانستان جمهوري ریاست د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف هغه ادعا چې وايي، افغانستان او هند د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره ګډ کار کوي بې بنسټه بولي او په کلکه یې ردوي.
خواجه اصف پرون د پاکستان د ملي اسامبلې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته دا ادعا کړې، چې هند د افغانستان د استخباراتو په مرسته د پاکستان د لوېدیځو سیمو د بې ثباته کولو هڅه کوي.
د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد دا ادعاوې رد کړي دي.
هغه یې په ځواب کې ویلي، چې که پاکستان د خپلو ادعاوو په اړه اسناد لري نو د نړیوالو منځګړو په وړاندې دې ښکاره کړي.
بل خوا په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له دې چې کابل او اسلام اباد پر یوبل د لاسوهنو تورونه ولګول.
په لندن کې د بریتانیا په ګډون په درې اړخیزې غونډه کې موافقه شوې وه، چې هر هېواد چې د بل هېواد د لاسوهنو په اړه ادعا لري نو اسناد دې یې د درېیمګري هېواد په وړاندې ښکاره کړي.