په هنګري کې پاکستانی قصاب ونېول شو

روهي (جمعه/۵ د لړم)، د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې په هنګري کې، سربيا له پولې سره څېرمه د نا قانونه کډوالو په يوې ډلې کې يې، د ۷۰ کسانو قاتل چې په پاکستاني قصاب مشهور دی هم نېولی دی.
 

نوموړي کس تر اوسه ۷۰ کسان وژلي دي. د پاکستان پوليسو په کور دننه او په بهر کې د نوموړي د نېولو هڅې کولي. رويټرز خبري اژانس د ياد قاتل د اصلي نوم په اړه څه نه دې ويلي، خو پټ نوم (اې زيډ) ياد کړی دی.
 
د راپورونو په پر نسټ نوموړی پاکستانی ۳۵ کاله عمر لري او تر اوسه يې ۷۰ کسان وژل چې په دې سره يې د پاکستاني قصاب نوم خپل کړی وو.