کتاب: موخې
لیکوال: بریان ټرېسي
ژباړن: شیرخان شهیر
غورچان: رحیم الله احساس
درېیمه برخه
درېیم څپرکی
خپله راتلونکې په خپله جوړه کړئ!
۱ـ تصور وکړئ، چې د هرې ستونزې حللاره شته، د هر ډول هدف لپاره محدودیت نشته، دې وخت کې به څه تر سره کړئ؟
۲ـ د پنځو کلونو لپاره پلان جوړ کړئ!، څه به مو د خوښې وړ وي؟
۳ـ نصور وکړئ، چې مالي اړخ مو سم دی، څومره پیسې به مو ګټلې؟ څومره به مو درلودې؟ د دې لپاره نن څه کولی شې؟
۴ـ فکر وکړئ کورنی ژوند مو بشپړ دی، څه ډول به ښکاري، سر له ننه څه ډېر څه کم تر سره کړئ؟
۵ـ عالي جنترۍ مو جوړه کړئ! کار مو د کال لومړۍ میاشتې له لومړۍ ورځې څخه تر آخري ورځې ډيزان کړئ، لکه چې هېڅ محدودیت نلرئ، څه بدلون به همدا نن پیل کړئ؟
۶ـ تصور وکړئ، روغ یاست، همدا نن د خپل لرلید په واقعیت بدلولو لپاره څه کولی شئ؟
۳۳۰۰ څېړنو ثابته کړې، چې رهبران لرلید لري او عام خلک یې نلري؛ له تاسو هغه څه جوړېږي، د څه شي په اړه چې ډېر فکر کوئ. عادي انسانان د اوسمهال په خوندونو او په تېر مهال چې د تغیر امکان یې نشته فکر کوي، رهبران په راتلونکي فکر کوي او په هغه څه فکر کوي، چې غواړي یې او څنګه کولی شي تر لاسه یې کړي، که موږ د راتلونکي په اړه فکر کوو، رهبرانو غوندې یو.
بانفیلډ تر ۵۰ کلونو څېړنې وروسته دې پایلې ته ورسېد، چې د اوږد مهال لرلید په ژوند کې د مالي او شخصي بریا تر ټولو مهم شاخص دی او دا د راتلونکي لپاره فکر کول دي، که له شل کلنۍ نه ۱۰۰ ډالر سپما کړئ تر ۶۵ کلنۍ پورې ۱۱۱۸۰۰۰ ډالر سپما کېږي.
پنځه کلن خیالي پلان جوړ کړئ، پنځه کال وروسته به څنګه وئ؟
د هدف ټاکنې پر وړاندې ستر او یوازنی خنډ د ځان محدودولو باور دی. تصور وکړئ چې هېڅ راز نیمګړتیا او محدودیت نلرئ، د خپل فکر بڼه داسې بدله کړئ! فکر وکړئ چې هر څه ترلاسه کولو دومره آسانه دي، لکه شنه آسمان ته کتل، کوچني هدف او بریا ته مه چمتو کېږئ، ستر خوبونه ووینئ او داسې ذهني پلان جوړ کړئ، چې تر سره کولو ته یې پیاوړی کس یاست، له محدودیت پرته فکر وکړئ، لکه هېڅ خنډ نشته، لکه جادویي دسمال چې لرئ، هرڅه تر لاسه کولی شئ. هر څه چې غواړئ ویې لیکئ!
عالي کورنی ژوند تصور کړئ، پنځه کاله وروسته به مو کورنی ژوند عالي وی؟ له چا سره به وي او له چا سره به نه وي؟ چېرته او څه ډول ژوند به کوئ؟ د ژوند کوم معیارونه به ولرئ؟ اړیکې به مو له چا سره وي؟
اوس یوه پوښتنه پاتې کېږي هغه (څنګه؟) د دې پوښتنې تکرار د نوښت ځواک مو تحریکوي او آیډیا درکوي. مثلا د خوښې وړ روغتیا او بدن لپاره:
۱ـ پنځه کاله وروسته به څنګه بدن ولرئ، څنګه به ښکارئ او څه احساس به کوئ؟
۲ـ د خوښې وړ وزن مو څو دی؟
۳ـ په اونۍ کې به څومره تمرین کوئ؟ ۴ـ روغتیایی حالت مو؟
۵ـ په خوراکي رژیم کې همدا نن کوم بدلونونه را منځته کولی شئ؟
د ګټونکي او بایلونکي تر منځ د توپیر مهم ټکی عمل دی. ځان وارزوئ!
۱ـ په راتلونکي کې کوم مهارتونه زده کړم؟
۲ ـ په کوم کار کې مهارت باید ولرئ؟ ۳ ـ د کوم مهارت له لارې د خپل مسلک غوره شخص کېدای شئ؟ بیا هم مهمه پوښتنه ( څنګه؟ ) ده.
د ځان لپاره کالیزه جوړه کړئ!
د کال له لومړۍ ورځې د کال تر وروستۍ ورځې پورې جنتري ترتیب کړئ!
د اونۍ په پای او په رخصتیو کې څه باید وکړئ؟
هره اونۍ، میاشت او کال څومره وخت سپما کوئ؟
چېرته غواړئ لاړ شئ؟
خپل کار څنګه تنظیم کړئ؟
چېرته چې لرلید نشته هلته خلک هلاکېږي، خوښي د ارزښتمن ایډیال د تشخیص بهیر دی، ډېر مثبت او هیله من یه واوسئ، لېوالتیا او په ځان بارو به مو زیات شي، له د ننه به وهڅول شئ، چې هر سهار پاڅېږئ او کار وکړئ، مهم ته به یو یو ګام حتما نژدې کېږئ!
نور بیا ....
وروستي