
روهي (پنځنۍ/۴ د لړم)، تېره اونۍ د کاناډا د کوبيک ښار د قانون جوړنې ادارې د (۶۲ بېل) په نوم قانون اعلان کړ، چې د کوبيک اوسيدونکي بايد د دولتي چارو په تر سره کولو او لاس ته راوړلو کې لوڅ مخ اوسي.
د کاناډا حکومت په حجاب بنديز ولګولو او په وينا يې چې د ګډ ټولنيز ژوند لپاره بايد په ځانګړي دين پورې ځانونه ونه تړلو.
د مونټریال د بشري حقونو وکیل جولیو ګري وايي، "دغه قانون د دينونو ازادي او د وګړو ترمنځ مساوي حقوق تر پښو لاندې کوي، زه هيله لرم چې تر هرڅه زر دغه قانون لغوه اعلان شي. د نوموړي په وينا زمونږ په اوسنۍ ټولنه کې هغه ښځې چې حجاب کوي شمېر يې ټاکلی او شاوخواد ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې رسيږي."
د بشري حقونو ډلې او هغه مسلمانې ښځې چې له ياد قانون اغيزمنې شوې دي، رسنيو ته ويلي، "مونږ دغه قانون لولو او هڅه کوو چې له عملي کېدو او نورو زياتونو مخنېوی يې وکړو."
د کاناډا سترې محکمې ته له تګ وړاندې ځيني بشري ټولنې او مسلمانې ښځې هڅه کوي چې د ياد قانون مخنېوی وکړي.
د نړۍ په ځينو لودېځو هېوادونو کې په مسلمانو ښځو د حجاب د نه اغوستلو ځيني قانونه واضع شوي چې له غبرګونو سره مخ شوې دي.