د نواز شريف د نېول کېدو امر وشو

روهي (پنځنۍ /۴ د لړم)، نن ورځ په اسلام اباد کې د حساب ورکونې محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف د نېولو امر کړي. په ياده محکمه کې د پخواني لومړي وزير نواز شريف، د هغه د لور او زوم پر خلاف درې دوسې وڅېړل شوې، په دوو دوسيو کې د نواز شريف د نېولو امر صادر شو.
 
خو نواز شريف کولی شي چې د ضمانت په ورکولو سره له نېولو څخه د لنډ وخت لپاره خوندي شي، د دسيو په اړه بله ناسته د نومبر د مياشتې په درېيمه نېټه ترسره کيږي. د محکمې د چارواکو په وينا، که نواز شريف راتلونکې ناستې ته رانشي نو ضمانت يې د منل وړ نه بلل کيږي.