د اسرائيلو قانون: هر فلسطينی ماشوم به شل کاله بند تېروي، که په اسرائيلو یې د کاڼي ګوزار وکړ

د الجزيرې انګلېسي برخې د راپور پر بنسټ، د اسرائیلو پوځ هغه ۱۴ کلن فلسطينی ماشوم نېولی او له ځان سره يې وړی چې په اسرائيلو يې د کاڼي ګوزار وکړ.
 
د ماشوم کېسه په دې ډول ده، "څلورلس کلن فلسطيني محمد په پارک کې له خپلو نورو ملګرو سره د آس سورلۍ په لوبه باندې بوخت وو، چې په دې وخت د اسرائيلو د ياسام په نوم د پوليسو د ګزمې ځانګړې ډله راغله او په محمد باندې يې د غږلرونکو بمونو ډزې وکړې چې يو غږيز بم د محمد له پښو سره څېرمه ولګېد. محمد په دې حال کې کاڼي راوخېستل او د ياسام د پوليسو د ځانګړې ډلې په لور يې ګوزار کړل.
 
د ياسام ډلې په ډېرې تندروۍ سره ياد فليسطنی ماشوم زولنې کړ او له ځان سره يې یوړ. اسرائيلي پوليسو په بندي خونه کې له محمد څخه په داسې حال کې پوښتنې او ګروېګنې پيل کړې، چې نن يې پلار او مور، نه يې خپلوانو او يا د کورنۍ کومو غړو او نه هم د مدافع کوم وکيل شتون درلود.
 
محمد د اسرائيلي پوځ په لور د کاڼي وېشتلو په جرم هغه شپه په بندي خونه کې تېره کړ، سبا ورځ هم له دوی سره وو. محمد دوه اونۍ په بندي خونه کې وو او خپلې ورستۍ محکمې ته يې شيبې شمېرلې، هغه محمکې ته چې له ټاکل شوې وخت څخه څلور او پنځو نورو نېټو ته وځنډول شوه.
 
څلورلس کلن محمد له اسرائيلو سره مياشتې - مياشتې په بندي خونه کې تېرې کړې او اوس له يو کال ورسته هم په خپل کور کې د اسرائيلو له تر څار لاندې ساتل کيږي.
 
محمد، د سلګونه فلسطيني ماشومانو له ډلې يو دی، کوم چې د اسرائیلو له خوا د فلسطين په نېول شوې خاوره کې د کاڼو د وېشتلو په جرم د مياشتو - مياشتو لپاره په بندي خونه کې ساتل کيږي او سزا ورکول کيږي.
 
د اسراېيلو د پوځ په قانون کې، که کوم فلسطينی ماشوم پرې د کاڼي ګوزار وکړي نو شل کاله به بندي کيږي.