مودي د افغانانو په رهبرۍ د سولې ملاتړ کړی

(روهي ـ۱۳۹۶هـ ش، لړم۳مه) ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه باید له ترهګرۍ سره صادقانه مبارزه وکړي او ددغو ډلو باید پټن‎ځایونه له‎منځه یوسي.
له ارګه په یوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دواړو مشرانو په لیدنه کې د هند صدراعظم مودي د افغانانو په رهبرۍ د سولې ملاتړ کړی دی.
بل خوا مودي په خپلې ټوېټر پانې هم خوښي ښودلې ده، چې له افغان ولسمشر سره یې لیدلي دي او اړینو موضوعات یې سره بحث کړی دی.