
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ښ، لړم۳مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د سې شنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې کې پر پاکستان یو وار بیا ټینګار کړی، چې پر خپله خاوره د ترهګریزو ځالو د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.
په دغه هېواد کې د امریکا سفارت وايي، رکس ټېلرسن په اسلام اباد کې د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه په شمول د دې هېواد له لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره لیدلي دي او د ولسمشر ټرمپ پیغام ورته بیا رسولی دی.
د امریکا سفارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان قرباني منلې، خو بیا یې هم تاکید کړی چې ترڅو د ترهګرو پر ض خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.