ټیلرسن ویلي؛ پاکستان د سولې او امنیت لپاره مهم دی

روهي ( درېنۍ ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن نن په اسلام اباد کې له صدراعظم شاهد خاقان عباسي، د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف او د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره کتلی دي.
ټیلرسن له دوی سره په دې کتنه کې ویلي، چې پاکستان د سیمې د سولې او امنیت لپاره مهم دی.
بل خوا د پاکستان صدراعظم شاهدخاقان عباسي هم په ځواب کې ویلي، پاکستان د ترورېزم پرضد جګړې ته ژمن دی.
ټیلرسن د بهرنیو چارو وزیر په توګه پاکستان ته خپل لومړی سفر په داسې حال کې کوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپله ستراتیژۍ کې پاکستان، تروریستانو ته د پټنځایونو په برابرولو تورن کړی دی.