د شکرې ناروغي درلودونکي زیاتره وکړي د ډول ډول درملو په خوړولو سره دا کوښښ کوي تر څو دوي ددې ناروغي کچه په خپل بدن کې کمه کړي تر څو صحت مند ووسي.
دوي زیات وخت د ډول ډول غذايي رژیمونه، پرهیزونه ترسره کوي تر څو ددوي د شکرې کچه راکمه شي چی دا ډیرو ته سخت وي.
د جیو نیوز د ویبپاڼې په حواله ویل شوي چې په یوه څیړنه کې دا په ډاګه شوې چی که چیرته یوه جوش کړې هګۍ څخه پوټکی لرې شي، او وروسته په یوه ګیلاس کی دومره د مڼې شیره (مڼې سرکه) واچول شي چې هګۍ په کی ډوبه شي.
سپینه کړې شوی هګۍ ټوله شپه همداسې پریښودل شي او د سهار مهال د یوه ګیلاس نیمه ګرمو اوبو سره وخوړل شي نو ددې عمل په ترسره کولو سره به ستاسې د شکرې د ناروغي کچه تر ډیره راکمه شي.
د طبي عالمانو په وینا د انسان بدن په کافي اندازه پروټینو ته اړتیا لري نو په هګۍ کی کافي اندازه پروټین شته چې د انسان د بدن تر یوه حده اړتیا پوره کولای شي.
همداشان ددوي په آند په جوش کړی شوې هګۍ کې شته ویټامن د هډوکو د مضبوط والي سره سره د سترګو ساتنې لپاره ګټور دي، نو ددې لپاره که وخوړل شي انسان ژر د لوږې احساس نه کوي
نو د همدې لپاره په نوي تحقیق کې په ډاګه شوی چی د مڼې سرکه د شکرې ناروغي په راکمولو کې رول لري.
وروستي