
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم لومړۍ) په نړۍ کې ځینې ښارونه ښځو ته د بدلمنۍ اړولو له پلوه غیر خوندي ګڼل کیږي.
د یوې نوې څیړنې پایلې ښيې چې د هندوستان پلازمېنه نوی ډهلي او د برازيل ساؤ پاولو ښارونه د ښځو له پاره غیر خوندي او بدترين ښارونه دي.
د تهامسن رویټرز فاونډیشن د خپلې یوې نوې سروې پایلې شریکې کړې دي. پر ښځو د جنسي تاوتریخوالي په حواله لیکل شوي، چې د هند پلازمېنه نوی ډهلي او د برازيل هیواد د ساؤ پاولو ښارونه پر ښځو د جنسي تشدد له اړخه د نړۍ تر ټولو خراب ښارونه دي.
ویل شوي، چې د ۲۰۱۲میلادي کال په دسمبر میاشت کې په نوي ډهلي کې په یوه بس موټر کې نجلې په ډیري بی رحمۍ سره بدلمني ورواوښته او له دې پېښې ورته ووژل شوه.
څېړنې ښيي، چې له ښځو سره د رامنځه کیدونکي تشدد له پلوه په ۱۹ مختلفو ښارونو کې نوی ډهلي او ساؤ پاولو په لومړي مقام کې پاتې شول.
د دغې سرویې پر بنسټ د جنسي تاوتریخوالي له پلوه، د مصر د پلازمېنې قاهرې نوم په دریم ځای کې راغلی دی. وروسته تر دې د مکسیکو سټي او ډاکه نومونه راځي.
د جنسي تیري د بریدونو یا پیښو په اړه د چاپان د توکیو ښار د ښځو لپاره تر ټولو محفوظ ښار ګڼل شوی دی.