پاکستان د ولسمشر غني غوسې سربیره بیا هم پر پوله کټاره لګوي

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم لومړۍ) پاکستان تمه لري، چې له افغانستان سره پر پوله اغزن سیمي ديوال لګول به له افغانستان څخه پاکستان ته د یاغیانو د اوښتو مخه ونیسي.
بل خوا ولسمشر غني بیا په دې اړه سخت غبرګون ښودلی دی. وايي چې هېڅوک زموږ مینې، وینې او تاریخ خنډ نه شي ګرځېدلی.
 
پاکستان غواړي چې له افغانستان سره د خپلې۲۵۰۰ کیلومتره پولې ډیرې برخې باندې سيمي دېوال ولګوي.
د پاکستان پوځ اټکل کړی، چې د دې پروژې لپاره به ۵۳۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا ولري.
 
دا په داسې حال کې ده چې کابل پر دې پلان باندې نیوکې کوي او وایي چې له دې سره به کورنۍ سره وویشل شي.