
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش،لړم لومړۍ) ویل شوي، چې د امریکايي سرتیري بو برګډال په اړه محکمه پیلیږي.
برګډال پر خپله هم منلې ده، چې په افغانستان کې یې له خپلې پوستې په وتو سره یې د نورو سرتېرو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړ.
هغه په ۲۰۰۹ میلادي کال کې وروسته له دې چې له خپلې پوستې ووت د وسله والو طالبانو له خوا اسیر شو، پنځه کاله برمته و؛ بلاخره په ۲۰۱۴میلادي کال کې د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال له ګوانتانامو زندان څخه د پنځو طالب مشرانو په بدل کې خوشې شو.
د راپورونو په اساس برګډال تر عمري حبس پورې په حبس محکومېدای شي.