
روهي (دوه نۍ/د لړم لومړۍ نېټه)، د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن پرون د يو شپږ ورځني سفر په ترڅ کې، سعودي عربستان او قطر او له هغه ورسته به د سويلي اسيا هېوادونو ته لاړ شي.
نوموړي په عرب سېمه کې د ايران د هڅو د مخنيوي، د سعودي او قطر ترمنځ د خليج د ستونزو د حل په موخه يادو دوو هېوادونو ته سفر کړی.
د قطر د بهرنيو چارو وزير شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د څلورو عرب هېوادنو د هغه کړنو امله چې له قطر سره يې ډېپلوماټيکې اړېکې غوڅې کړي دي نا هيلي او خپکان وښوود.
بل خوا رېکس ټېلرسن پرون په قطر کې وويل، "سعودي عربستان نه غواړي چې له قطر سره د خليج ډېپلوماټيکه ستونزه حل کړي او په دې اړه عربستان د مخامخ خبرو لپاره ليوالتيا نه ښيي. ما څو ځله د عربستان له شهزاده محمد بن سلمان څخه غوښتنه کړي، چې د ستونزې په اړه خبرو اترو ته داخل شي، خو نوموړی په دې اړه لېوالتيا نه ښيي، مونږ نه شو کولي په خلکو زرو راړو ترڅو خبرو ته کيني، په هغه صورت کې چې د دوی خوښه نه وي."
د روان کال د جون په پنځمه سعودي عربستان، عربي متحده امارات، مصر او بحرين له قطر سره خپلې ډېپلوماټېکې اړيکې غوڅې کړې.