ډیر ژر به په واټس اپ باندی ګروپي زنګ کول ممکن شي

 د واټس اپ انټرنیټي اړیکه نیونکې شبکې استعمالونکو لپاره زیری، ددې ټولنیزې شبکې استعمالونکي به ډیر ژر په دې وتونیږي چی ګروپي ډول له ډیرو ملګرو سره په یو وخت کی خبرې وکړي
 
د واټس اپ استعمالونکي به نه یواځی په غږیز ډول ګروپي اړیکه نیولی شي، بلکی ویدیويي اړیکه به هم ټینګولی شي
 

2.17.70 ورژن واټس اپ باندی ددغې ډول اړیکې نیولو د ازمایښت تصدیق هم شوی، خو د نورو خلکو لپاره ددې وړاندیز فعالیدل به لږ وخت ونیسي
 
لدې وړاندې په واټس اپ کې ځینې فیچرونه اضافه شوي وو چې عبارت دي له، سټوري اسټیټ، کلراسټیټس، ایموجیز او داسې نور یادولای شو