اڅکزی: د ترهګر په نوم د پښتون وژنې او له سياسي ډګر څخه د وتنې هڅې روانې دي

روهي (دوه نۍ/د لړم مياشتې لومړۍ نېټه)، له تېرو شپاړسو کلنو راهيسې د ديورڼد کرښې دواړو غړو ته جګړه روانه ده او هغې سيمې چې وګړي يې تر ډېره پښتانه دي په نا امنيو کې دي.
 
تېره ورځ په اسلام اباد کې د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، قبايلي سېمو مشرانو او د خپل ګوند سلګونه غړو ته په وينا کې وويل، "د پاکستان حکومت د ترهګرۍ په نوم په پښتون قوم جګړه ساتلي، ترڅو په دې سره يې له سياسي ډګره لرې کړي، پښتنو او د قبايلي سېمو خلکو د پاکستان په جوړنه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي، خو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په بدل کې پښتون وژنه او له سياسي واک څخه د پښتنو د شړلو لړۍ پيل کړي."
 
نوموړي د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو تور پورې کړ چې، د ترهګريزې جګړې په نوم يې په قبايلي سېمو کې له زرو زيات پښتانه مشران وژلي دي. او د سر شمېرنې ادارو د ډېرو پښتنو د پېژندې کارتونه بند کړي او پښتانه يې د سر شمېرنې څخه پاتې کړي دي.
 
د قبايلي مشرانو بله نېوکه د پاکستان حکومت په هغه هڅو باندې ده چې غواړي، قبايلي سېمې د پښتونخوا په ايالات کې شاملي کړي، خو قبايلي مشران د يادو سېمو څخه د يو خپلواک ايالات د جوړېدو غوښتنه کوي.