دغصب ښکارنده؛ افغانستان کې د فساد او جګړې تر څنګ بله بدنامه ننګونه ده. د پخواني ولسمشر کرزي په وخت کې په زیاته پېمانه او د ملي یوالي حکومت درې کلنه دوره کې هم زړو – نویو قومندانانو، ښاروالانو، ټوپکسالارانو، والیانو، ولسوالانو، ځايي زور واکانو تر وسه او بسه غصبونه وکړل چې حساب يې سلګونه زره هکټاره ته رسیږي. دې شمېر کې هلمند ولایت د مخدره موادو، تاریاکو، چرسو دقاچاق تر څنګ د غصب ستونزه د جګړې او قاچاقو تر څنګ بل سرخوږی دی آن دهلمند کې يې د پرمختیايي پروژو د پلي کېدا مخه نیولې ده. هلمند کې هم د نور افغانستان په څېر دغاصبینو شمېر لږ نه دی، دې شمېر غاصبینو کې یو هم د اسلامي حزب پخوانی قومندان امیر حفیظ الله دی، چې له خپله ټوپکي اوکوتکي زوره په ګټه اخیستنې يې مرکز لښکرګاه ته نېږدې د کرکیټ میدان او برېښنا ریاست ۵۳۵ جریبه ځمکه غصب کړې ده اوس چې د ۳۶ میلیونو افغانیو په لګښت د کرکیټ بین اللملي میدان او لمریزي برېښنا پروژې پلي کیږي یاد قومندان يې مخه نیولې. نوموړي د وخت له ښاروالانو سره په لاس لرلو يې ښار کې د غریبو او مړو شوو کسانو لسګونه نمرې ځمکې خپل نوم اړولي دي. پوره ثبوتونه يې په لاس کې شته چې پر مناسب وخت به له رسنیو سره شریک شي. یو ځل يې د والي ګلاب منګل په وخت کې يې اويایمو کلونو خپل منځي جګړو په وختونو کې دخپلو هم سنګره وژل شوو ملګرو د کورنیو لپاره له سلو زیاتې نمرې ځمکې واخیستې خو یوه يې لاهم هغوی ته ورنکړه ټولې يې دخپلو زامنو او لمسیانو په نومونو باندې ښاروالی کې ثبت کړې. دا دی اوس چې هلمند ولایت ته دوه تنه مدني فعالان والي(حیات الله حیات) او مرستیال(سردارمحمد همدرد) په دنده ګمارل شوي دي، پر غاصبینو او مافیایي ډلو باندي ځمکه سره شوې ده، فسادونه او غصبونه يې سوکه – سوکه را بربنډیږي او له ولس او رسنیو سره شریک ګیږي. غاصب او مافیایي مشران د بیان دخپلواکۍ څخه په ناوړه ګټې اخیستنې د اذهانو د ګمراه کولو لپاره د هلمند ولایت مخې ته لاریونونه کوي تر څو خپل نامشروع ګټې خوندي او ځان دقانون له منګولو خلاص کړي. د شرم خبره داده چې لایون کوونکو ته د ورځې زر – زر پاکستانۍ کالدارې ورکوي. د هلمند دولایتي ادارې يې پر وړاندي ثبوتونه را ټول کړي دي، په وینا يې ډېر ژر به يې له رسنیو سره شریک کړي. تر کومه ځایه چې موږ امیر حفیظ الله پېژنو، نوموړي د خپل واک په دوره اویایمو کلونو کې زیات عام خلک قتل کړي دي، په یوه او بل نوم يې دخلکو کورونه چور کړي دي، خلک پرې عارض دي او عارضې يې د هلمند په محکمه کې پرتې دي، خو دا چې نوموړی پارلمان کې خپلوان لري او سیمه کې اوس هم ټوپکي نفوذ لري د حکومت زور پرې نه رسیږي ځکه يې هر څه چې زړه غواړي هغه کوي. د کابل مرکزي ادارې څخه مو هیله داده چې هلمند ولایت له پامه و نه غورځوي د غاصبو او قاچاقبر مشرانو له منګولو څخه نجات ورکړي تر څو ولسواکۍ او پرمختګ ته لاره هواره شي او خلک سوکاله ژوند غوره کړي.
وروستي