حاضر ځوابي يوځانګړی ادبي فن (۶۴کښت)

پوهنمل محمود نظری
خلیفه هارون الرشید ( ۱۷۰- ۱۹۳ ه ق) له خپل زوی عبدالله مأمون څخه چی ماشوم وو د امتحان په ډول وپوښتل:
د مسواک جمع څه شی دئ؟
هغه سمدلاسه ځواب ورکړ:
ضد محاسنک
په عربي کې د مسواک جمع ته مساویک وايي مګرد مساویک بله مانا ده « ستا بدی » او محاسنک یانی « ستا ښه» او ضد محاسنک یاني مساویک
که هغه ویلی وای مساویک دا ادب خلاف وو
***
چنگیز خان مغولی (۶۲۸ - ۶۰۳) د خوارزم نیولو قصد وکړ او د هغه ښار د قتل عام امر يي ورکړ
شیخ نجم الدین کبری ابوالجناب احمد بن عمر خیوقی خوارزمی چی یو لوی پير و د خپلو مریدانو سره د اورګنج په ښار کي اوسیده
چنګیز دهغه په اړه ډیره اوریدلې وه نو هغه ته يې یو قاصد ولیږی چې له خوارزم څخه ولاړشی ځکه هلته د قتل عام امر شوی دی او چنګیز وايي راشه زما سره اوسه
شیخ د هغه په ځواب کې وویل:
اویا کاله کیږي ددې خلکو سره اوسیږم د خوارزم په خوږو او ترخو ور سره شریک وم اوس د بلا په راتلو که وتښتم ،دا مړانه نه ده
ورته ووایه زه دلته اوسیږم هر څه چې ددوي پر سر راځي زما پر سر دي هم راشي
مورخین وایي شیخ د مریدانو سره یوځای د مغولو د برید په وخت کې د خپل هیواد په دفاع کې شهید شو
***
کله چې حجاج بن یوسف ثقفی په کال « ۸۳ هجری » پر عبدالرحمن بن محمد بن اشعث بریالی شو د هغه پیروان يي ونیول او دهغو يي وغوښتل هر چا که په خپل کفر اقرار وکړئ هغه بښم او چا چې دا وړاندیز ونه منه هغه مړ کوم
ټولو په خپل کفر اعتراف وکړ ،حجاج هغوی وبښل، مګر دووتنو دا په زوره اعتراف ونه مانه. حجاج هغوی په اعدام محکوم کړل
د اعدام په وخت کې یو ویل: اې امیره! زه په تا یو حق لرم هغه دا چې یو ه ورځ عبدالرحمن تا ته ښکنځل کول زه د هغه مانع شوم
حجاج له هغه وپوښتل :کوم شاید لرې؟
هغه ځواب ورکړ : هو دا بل محکوم
حجاج له هغه بل څخه وپوښتل :
هغه رښتیا وایي؟
هغه ځواب ورکړ:
هو هغه رښتیا وایي
حجاج د هغه وپوښتل:
ډیر ښه ته نو ولې د هغه مانع نشوی لکه دابل ؟
هغه ځواب ورکړ :
زه هغه وخت ستا دښمن وم څرنګه مې ستا تعریف کړی وای
حجاج د لږ سوچه وروسته وویل:
لومړی محکوم د هغه حق چې پر مالرياو دویم محکوم د رښتیا ویلولو په اساس بښم
***
ابو بکر جعفر شبلی نامتوعارف « مړینه ۳۳۴ » د مریدانو سره یو ماجد ته ننوت هلته ماشومانو سبق وایه او په دې وخت کي هغوی ډوډي خوړله
هغه ولیدل دیو هلک په ډوډۍ کې حلوا شته او بل وچه ډوډۍ په لاس کې
له هغه یوه ګوله حلوا په زاریو غواړي
هغه ورته ویل : دسپي عوعو وکړه چې حلوا درکړم
هغه هم ورته وغپل ، هغه هم یو ګوله حلوا وکړه
دا کا ريي همداسي تکرار یدي
شبلی دې هلک ته په کتو وژړل
مریدانو يې ځینې وپوښتل: ولي ژاړې؟
هغه ځواب ورکړ : وګورئ دا تمه د خلکو سره څه کوي که هغه په وچه ډوډۍ سکاسه کړي وای او د حلوا تمه يي نه لرلای هیڅ کله نه سپی کېدی.
***
ابو هاشم عبدالسلام بن ابی علي محمد بن عبدالوهاب جبائي مړینه د ۳۲۱
د ابوعلی په نامه یو زوی درولود چې د پلار برخلاف بې علمه وو یوازې د پلار په نامه يې شهرت درلود
هغه د پلار له مړینې وروسته د وزیر صاحب ابن عباد مجلس ته ورغی د هغه په خیال چې هغه به هم لکه خپل پلار عالم وي دهغه ډیر درناوی يي وکړ
په غونډه کې وزیرله ابو علی یوه مسأله وپوښتل:
ابو علی وارختاشو او وزیر ته يي وویل
- لااعرف نصف العلم یانی اقرار نیم علم دی ( یانی اقرار په جهل هم نیم علم دی )
وزیرصاحب سمدستی ځواب ورکړ
صدقت یاولدی الا ان اباک تقدم بالنصف الاخر
یا نی زویه ! ته رښتیا وایی ولې پلار دي، چې تر نوری عالم وو تر ټول پورته کښېنستی دا ویاړ يي د هغه بل نیم له برکته وونه ددې نیمي چې تا ترې دیپلوم جوړ کړی دی
***

یو عرب د بخشش لپاره د خلیفه عبدالملک ابن مروان ( ۶۵ - ۸۶ )دربار ته ورغی
او خلیفه ته یې ویل :
ما اوس واده کړی او زوی مي زما له خواښي سره واده وکړ د خوړو څه نه لرو څه مرسته راسره وکړه
خلیفه ورته وویل:
المعروف بقدر المعرفه
بخشش په کچه د پوهې
زه ستا څخه یو پوښتنه کوم
که ستا زوی او ستا د خواښی زوی پیدا شو دا دوه ماشومان څه سره کیږي؟
عرب درباریانو ته وکتل او ځواب يي ورکړ
ددې پوښتنی ځواب باید دغه پوه درباریان درکړی چې داسې په عزت ناست دی که هغوی دا ځواب ووایه زه دمرستې تیریږم
که يي چا ځواب درنه کړ د هغو د یوه معاش ماته راکړ
په حاضرینو سر وځړېده
خلیفه وویل: ستا زوی ستا د زوی کاکا کیږي او د زوی زوی ستا د زوی ماما کیږی او هغه يي د بخشش وروسته رخصت کړ